په واڼه کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ تنه ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل

د اصغر شاه په نوم یوه پولیس چارواکي وویل، دا چاودنه د خېبر پښتونخوا ایالت په واڼه ښار کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې دوه پولیس افسران او دوه لاروي شامل دي.

By
ارشیف / Reuters

پولیس ویلي چې د پاکستان په ناامنه شمال لوېدیځ  سیمه کې د پولیسو په یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۴ نور ټپیان دي.

د اصغر شاه په نوم یوه پولیس چارواکي وویل، دا چاودنه د خېبر پښتونخوا ایالت په واڼه ښار کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې دوه پولیس افسران او دوه لاروي شامل دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ګمان کیږي چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان لخوا شوی وي. دا ډله که څه هم له افغان طالبانو جلا ده، خو د هغوی متحد ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

پاکستان په وروستیو کې د وسله والو فعالیتونو د زیاتېدو شاهد دی چې له امله یې د افغانستان له حکومت سره کړکېچونه ډېر شوي دي. اسلام اباد تور پورې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د خوندي پناه ځای په توګه کاروي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.