د امریکا د استازو مجلس استازو د ایران پر وړاندې اسرائیلو ته د پرمختللو وسلو د ورکولو غوښتنه وکړه

د نیوجرسي ډیموکرات استازي جوش ګوتهیمر د چهارشنبې په ورځ په ايکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل: "ایران د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد دی او د زرګونو امریکایانو د وژنې مسؤلیت لري.

/ Reuters

د امریکا د استازو په مجلس کې د دوو مختلفو سیاسي ګوندونو دوو تنو استازو ،  د استازو مجلس ته د یوې مسودې په وړاندې کولو سره د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړولو د هڅې په صورت کې  ولسمشر ټرمپ ته د ایران پر وړاندې اسرائیلو ته د بي ۲ بمبارۍ الوتکو او د ۳۰ زره پونډي سنګر ماتوونکو بمونو  د چمتو کولو د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.

د نیوجرسي ډیموکرات استازي جوش ګوتهیمر د چهارشنبې په ورځ په ايکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل: "ایران د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد دی او د زرګونو امریکایانو د وژنې مسؤلیت لري. لکه څنګه چې ایران خپل اټومي پروګرام بیا رغوي، موږ باید د اعظمي مخنیوي لپاره هڅې وکړو."

د بله پلوه  د نیویارک استازي جمهوري غوښتونکي  مایک لاولر  وویل چې "بنکر بسټر قانون" به اسرائيل ته هغه وسایل ورکړي چې د ایران د "تېري" مخنیوی وکړي او د هغوی د ځمکې لاندې اټومي ځایونه له منځه یوسي . دا به  د امریکا ملي امنیت هم پیاوړی کړي.

دغه قانون به ټرمپ ته اجازه ورکړي  که ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅه وکړي "هغه اقدامات ترسره کړي چې اسرائيل د هر ډول احتمالي حالت لپاره چمتو کړي. "

د امریکا متحده ایالاتو د جون په ۲۲مه د ایران د فوردو اټومي تاسیساتو باندې شپږ سنګر ماتوونکي بمونه وغورځول او په نطنز او اصفهان کې یې په دوو نورو ځایونو د اوبتلونو څخه د کروز توغندیو لسګونه بریدونه ترسره کړل، چې دا د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د امریکا د کمپاین یوه برخه وه.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږمه دوره د جون په ۱۵مه ټاکل شوې وه، خو اسرائيل د جون په ۱۳مه د ایران پر پوځي، اټومي او ملکي ځایونو هوايي بریدونه وکړل.

د اسرائيل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنی شخړه د امریکا په ملاتړ د اوربند په پایله کې د جون په ۲۴مه پای ته ورسېده.

پنټاګون د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هوايي بریدونو له امله د ایران اټومي پروګرام د یو یا دوه کلونو لپاره ځنډېدلی دی.