منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو الخلیل په ۱۰۶ اوسپنیزو دروازو بند کړی او غواړي پر ابراهیمي جومات بشپړ کنټرول ولري .
د الخلیل والي خالد دودین وايي، اسرائیلو په تېرو ۱۰ ورځو کې په جومات کې د اذان مخه نیولې ده او پر اسرائیلو یې تور پورې کړ چې هڅه کوي د دغه ځای د نیولو لپاره یو نوی واقعیت تحمیل کړي.
اسرائیلو الخلیل په ۱۰۶ اوسپنیزو دروازو بند کړی او غواړي پر ابراهیمي جومات بشپړ کنټرول ولري .
اسرائیلو الخلیل په ۱۰۶ اوسپنیزو دروازو بند کړی او غواړي پر ابراهیمي جومات بشپړ کنټرول ولري .

د فلسطین یوه والي ویلي چې اسرائیلو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په سویلي ښار الخلیل  کې ۱۰۶ اوسپنیزې دروازې لګولې دي او هڅه کوي پر ابراهیمي جومات بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

د الخلیل والي خالد دودین د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اسرائیلي چارواکو د دغه ولایت ۱۶ لارې په خاورو بندې کړي دي. دودین د ابراهیمي جومات پر چت د اسرائیلو روانې ساختماني چارې وغندلې او ویې ویل چې اسرائیلو د دویمې پرله پسې ورځې لپاره خپل کار ته دوام ورکړی، چې هدف یې د یو داسې "نوي واقعیت تحمیلول دي ترڅو پر دغه ځای ولکه ټینګه کړي."

هغه پر اسرائیلو تور پورې کړ چې د برېښنا د تختو او د اوبو د تاسیساتو د کنټرول په څېر د پرله پسې اقداماتو له لارې غواړي پر جومات بشپړ واک ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه: "دوی په تېرو ۱۰ ورځو کې په جومات کې د اذان مخه هم نیولې ده."

په دې وروستیو کې، اسرائیلي چارواکو د الخلیل له ښاروالۍ څخه په جومات کې د ځینو چارو د تنظیم او مدیریت واکونه اخیستي او د "کریات اربع" (Kiryat Arba) یهودي مېشت ځای ته یې سپارلي دي. فلسطیني چارواکو دا ګام رد کړی او ویلي یې دي چې دا د جومات تاریخي او قانوني حیثیت په نښه کوي.

وېشل شوی جومات
دا جومات د الخلیل په لرغوني ښار کې د اسرائیلي اشغال لاندې سیمه کې موقعیت لري، چېرې چې شاوخوا ۴۰۰ اسرائیلي مېشت کډوال د نږدې ۱۵۰۰ اسرائیلي سرتېرو تر ساتنې لاندې ژوند کوي. د ۱۹۹۴ کال له قتل عام وروسته، چې یو اسرائیلي مېشت کډوال پکې ۲۹ فلسطیني لمونځ کوونکي ووژل، دا جومات ووېشل شو چې ۶۳ سلنه برخه یې یهودانو او ۳۷ سلنه یې مسلمانانو ته ځانګړې شوه.

دا جومات پخوا د کوچني او لوی اختر په څېر ځانګړو مذهبي مناسبتونو کې د مسلمانانو پر مخ پرانیستی و، خو په وروستیو کلونو کې ورته لاسرسی په کلکه محدود شوی دی.

والي وویل چې د ابراهیمي جومات په نښه کول په اشغال شوې لوېدیځې غاړه کې د فلسطینیانو او د هغوی د ملکیتونو په وړاندې د اسرائیلو د پراخو سرغړونو برخه ده، چې په کې وژنې، نیونې، بې ځایه کول، د کورونو ویجاړول او د ناقانونه مېشت ځایونو پراخول شامل دي.

د فلسطیني ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې، اسرائیلي پوځ او مېشتو کډوالو ۱۱۷۳ فلسطینیان وژلي، ۱۲۶۶۶ یې ټپیان کړي، شاوخوا ۲۳۰۰۰ یې بندیان کړي او ۳۳۰۰۰ نور یې بې ځایه کړي دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده