قطر اعلان وکړ چې سوریې ته به د اردن له لارې طبیعي ګاز انتقال کړي

قطر د سوریې د برښنا د ګمزوري سیستم  د رغولو په موخه مهم ګام اوچت کړ.

/ AFP

قطر اعلان وکړ چې د  سوریې د برښنا د کمزوري سیستم د ښه کولو په خاطر به د اردن له لارې سوریې ته طبیعي ګاز ورکړي .

د دې نوښت موخه  په سوریه کې "د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پیلول دي. ویل کیږي دا مرسته به د قطر د پرمختیايي صندوق په مرسته به په تدریجي ډول زیاتوالی ومومي،" دا خبره د سوریې رسمي خبري اژانس کړې ده .

د سوریې د برېښنا وزیر عمر شقروق وویل چې د قطر مرسته به د سوریې د انرژۍ سکتور ملاتړ وکړي، په دې توګه چې هره ورځ ۲ میلیونه متره مکعب طبیعي ګاز سوریې ته راانتقال شي.

هغه سانا خبري اژانس ته وویل: "دا مرسته به ۴۰۰ میګاواټه اضافي برېښنا تولید کړي، چې د برېښنا رسونه به ښه کړي او د ورځې دوه تر څلور ساعتونو پورې به زیاتوالی راولي." هغه زیاته کړه: "دا به د خلکو په ورځني ژوند مثبت اغېز وکړي او د هېواد مهمو برخو ملاتړ به وکړي."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل چې قطر غواړي سوریې ته د انرژۍ ملاتړ برابر کړي، په دې ټینګار سره چې دا مرسته به د ټولې سوریې خاورې ته ورسیږي او د لا زیات ثبات سبب به شي.

د بیا رغونې هڅې

الانصاري د د الجزیرې تلویزیوني چینل سره په یوه مرکه کې وویل چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره واضح لارښوونې ورکړي دي. هغه وویل چې د قطر هدف دا دی چې د سوریې د بیا رغونې اړتیاوې پوره کړي.

الانصاري بیا ټینګار وکړ چې قطر "له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د سوریې له خلکو ترڅنګ  ولاړ وو او اوس  ددې  هیواد  د بیا رغونې هڅو ته ژمن دی."

هغه د سوریې لپاره د مرستې په برابرولو کې د نړیوالو شریکانو سره د قطر همغږي وستایله.

هغه زیاته کړه: "موږ هره ورځ له خپلو شریکانو سره خبرې کوو ترڅو د سوریې د خلکو د ملاتړ په برخه کې رولونه همغږي کړو،" هغه ددې خبرې په دې ټینګار سره چې د امیر لارښوونې واضح دي ترڅو د سوریې لپاره دوامداره مرسته یقیني کړي.

سوریه د سختو برېښنا کمښتونو سره مخ ده . د هیواد  اقتصادي وضعیت چې د بشار الاسد د رژیم د سقوط له امله لا پسې خراب شوی، د هېواد نوې اداره هڅه کوي چې موجودو ستونزو ته حل پیدا کړي.