منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر تهران د امریکا او اسرائیلو له جګړې او خلیج باندې له بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې / Reuters


دا اړیکه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د دوه اونیو اوربند له اعلان څخه یوه ورځ وروسته نیول شوې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې ترڅو د سیمې په وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالي په کمولو بحث وکړي. دا د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر خلیجي هیوادونو د ایران له غچ اخیستونکو بریدونو راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنۍ علني اړیکه ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چهارشنبې د ورځې په دغو خبرو کې پام "د پرمختګونو پر څیړلو او د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو و، ترڅو په سیمه کې د امنیت او ثبات په بیا رغولو کې مرسته وشي."

دا ټیلیفوني اړیکه د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اونیو اوربند له اعلان وروسته شوې ده، چې هدف یې پراخو ډیپلوماټیکو خبرو ته لاره هوارول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې عراقچي شهزاده فیصل ته د اوربند له اعلان وروسته د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې تهران هغه څه ته ژمن دی چې ده ورته "مسؤلانه چلند" وویل. هغه واشنګټن تورن کړ چې د فبرورۍ میاشتې د اټومي خبرو پر مهال یې نظامي تیري کړي او حتی د ډیپلوماسۍ له پیلیدو وړاندې یې د خپلو ژمنو خلاف عمل کړی دی.

شهزاده فیصل په خپل وار سره له اوربند او د آرامۍ د راوستلو له روانو هڅو څخه د سعودي عربستان ملاتړ بیا تائید کړ او هیله یې څرګنده کړه چې اوسنی اوربند به د جګړې د بشپړ پای او په سیمه کې د امنیت او ثبات د بیرته راستنیدو لپاره لاره هواره کړي.

سعودي عربستان او د هغه خلیجي ګاونډیان د ایران له خوا د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو، هوایي ډګرونو او نورو ملکي تاسیساتو له تکراري بریدونو سره مخ شوي دي. په ورته وخت کې، د هرمز تنګي تړل کیدو د نړۍ د تیلو د بار وړلو شاوخوا پنځمه برخه ګډوډه کړې او د یوې پراخې سیمه ایزې جګړې ویره یې زیاته کړې ده.

دا ټلیفوني اړیکه په اسلام اباد کې د ایران او امریکا د متوقع خبرو اترو وړاندې کیږي، چیرې چې پاکستان هڅه کوي له تهران او واشنګټن سره له خپلو اړیکو څخه د اوربند د ساتلو او یوې تلپاتې حل لارې لپاره ګټه پورته کړي.

د اوربند سره سره، تاوتریخوالی لا هم لوړ دی. د اوربند له اعلان څخه څو ساعته وروسته په خلیج کې د توغندیو او ډرونونو د شنډولو راپورونه ورکړل شول، او د سعودي د تیلو بنسټونو ته زیان د دې ښکارندویي کوي چې که ډیپلوماسي ناکامه شي، د نړۍ د انرژۍ مارکیټونه له څومره خطر سره مخ کیدای شي.

ایران د اوربند له طرحې څخه د امریکا درې سرغړونې یادې کړي: په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو دوام، د ایران فضايي حریم ته د یوې ډرون الوتکې ننوتل، او د یورانیمو د غني کولو لپاره د هیواد د حق ردول.

تېره میاشت، عراقچي پر سعودي عربستان غږ کړی و چې امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د دوی بریدونه یوازې دښمنان په نښه کوي او "ایران سعودي عربستان ته درناوی لري او هغه یو ورور هیواد ګڼي."

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې