ایټالیا د غزې سمندري کاروان د مرستې لپاره یوه بله جنګي بیړۍ واستوله

ایتالیا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دویمه سمندري بیړۍ یې د نړیوالې مرستې کاروان ملاتړ لپاره لیږلې ده، کوم چې په اغلب ګمان اسرائیلي ډرون برید لاندې راغلی وو.

ایټالیا د غزې سمندري کاروان د مرستې لپاره یوه بله جنګي بیړۍ واستوله / AP Archive

ایتالیا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دویمه سمندري بیړۍ یې د نړیوالې مرستې کاروان ملاتړ لپاره لیږلې ده، کوم چې په اغلب ګمان اسرائیلي ډرون برید لاندې راغلی وو. د ایټالیا د دفاع وزیر ګویدو کروسیټو په مرستندویه کاروان  پداسې حال کې برید شوی چې  غزې ته د مرستو رسولو هڅه کوله.

د ګلوبل صمود کاروان (GSF) شاوخوا ۵۰ ملکي کښتۍ کاروي ترڅو د اسرائیلو سمندري بندیز مات کړي. په دې کاروان کې ډیری وکیلان او فعالین ګډون لري، چې د سویډن د اقلیم مبارزه کوونکې ګریتا تونبرګ هم پکې شامله ده.

کروسیټو د مشرانو  مجلس ته په وینا کې وویل: "موږ یوه بیړۍ لیږلې ده او بله په لاره ده، چې د هر ډول حالت لپاره چمتو ده."

ایتالیا خپله لومړۍ جنګي بیړۍ د چهارشنبې په ورځ واستوله، څو ساعته وروسته له دې چې د  ګلوبل صمود کاروان کاروان وویل چې د ډرونونو لخوا په نښه شوی دي، چې د شاک بمونه او خارښت لرونکی پوډر یې غورځولی و. دا پېښه د یونان د ګاودوس ټاپو څخه ۳۰ سمندري میله (۵۶ کیلومتره) په نړیوالو اوبو کې شوې وه.

د ګلوبل صمود کاروان  ددې برید پړه پر اسرائیل واچوله.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په دې تورونو مستقیم ځواب نه دی ورکړی. په ورته وخت کې، اسپانیا هم پرېکړه کړې چې د کاروان د ساتنې لپاره یوه پوځي جنګي بیړۍ واستوي.

کروسیټو فعالینو ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو بندیز ماتولو هڅو ته دوام ورنه کړي، او هغوی یې وهڅول چې د ایتالیا وړاندیز ومني ترڅو خپلې مرستې وسپاري او اجازه ورکړي چې دا مرستې د غزې په سیمه کې د کاتولیک کلیسا لخوا وویشل شي.

هغه زیاته کړه: "موږ نشو کولی د خپلو اتباعو امنیت تضمین کړو که دوی د نورو هیوادونو په سمندري اوبو کې داخل شي."

د  ګلوبل صمود کاروان د پنجشنبې په سهار وویل چې د دوی کښتۍ په یوناني سمندري اوبو کې په ورو سرعت سره روانې وې، د شپې په جریان کې د "منځنۍ کچې ډرون فعالیت" سره مخ شوې وې، او پلان لري چې "نن وروسته" نړیوالو اوبو ته داخلې شي.