نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
امریکا د اذربایجان او ارمنستان د سولې د خبرو کوربه توب کوي.
یو امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې  د ارمنستان او اذربایجان مشرانو د سولې د مذاکراتو کوربه توب وکړي.
امریکا د اذربایجان او ارمنستان د سولې د خبرو کوربه توب کوي.
/ AP

امریکا د اذربایجان او ارمنستان د سولې د خبرو کوربه توب کوي.

یو امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې  د ارمنستان او اذربایجان مشرانو د سولې د مذاکراتو کوربه توب وکړي.

چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې امکان شته د جمعې په غونډه کې د سولې تړون چوکاټ اعلان شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې خبرو په اړه لومړی راپور ورکړی و.

د اذربایجان او ارمنستان اړیکې له ۱۹۹۱ کال راهیسې کړکېچنې دي، کله چې د ارمنستان پوځ قره باغ سیمه، چې په نړیواله کچه د اذربایجان برخه ګڼل کېږي، او اووه نورې نږدې سیمې، په شمول د کلبجار، ونیولې خرابې شوې.

د دې سیمو ډېره برخه اذربایجان د ۲۰۲۰ کال د مني په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې بېرته ازاده کړه.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې اذربایجان په قره باغ کې بشپړ واک ترلاسه کړ، وروسته له هغې چې د سیمې بېلتون غوښتونکو ځواکونو تسلیمۍ ته غاړه کېښوده.

د دواړو هېوادونو مشرانو د جولای په میاشت کې په ابو ظبي کې سره لیدنه کړې وه.

وپلټۍ
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.