د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
ملګروملتونو غزه په نړۍ کې تر ټولو د وږې سیمې په توګه اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې محاصرې لاندې  غزه په نړۍ کې  تر ټولو لوږې ځپلې سیمه ده، او غوښتنه یې کړې چې مرستې دې سمدستي پرېښودل شي.
ملګروملتونو غزه په نړۍ کې تر ټولو د وږې سیمې په توګه اعلان کړه.
/ Reuters

ملګروملتونو غزه په نړۍ کې تر ټولو د وږې سیمې په توګه اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې محاصرې لاندې  غزه په نړۍ کې  تر ټولو لوږې ځپلې سیمه ده، او غوښتنه یې کړې چې مرستې دې سمدستي پرېښودل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویاند جینس لارک وویل، د ملګرو ملتونو نیوز ته وویل: "اوس مهال، نږدې ۱۸۰,۰۰۰ د خوراکي توکو او نورو ژوند ژغورونکو مرستو بار شوي کانټینرونه  غزې ته د ننوتو لپاره چمتو دي، چې د نړۍ تر ټولو لوږې ځپلې سیمه ده."

هغه زیاته کړه: "دغه مرستې د نړۍ د مرسته کوونکو لخوا مخکې له مخکې ورکړل شوې دي. ګمرکي اسناد یې بشپړ شوي، منظور شوي او د لیږد لپاره چمتو دي. موږ کولی شو دغه مرستې سمدستي او په پراخه کچه ورسوو، او تر هغه وخته چې اړتیا وي، دوام ورکړو."

لارک ټینګار وکړ چې دغه اداره "ټول هغه وسایل لري چې مرستې په خوندي ډول د غزې خلکو ته ورسوي."

له مارچ میاشتې راهیسې، اسرائیل د محاصره شوې غزې سیمې ته د خوراکي مرستو د ننوتلو مخه نیولې، چې فلسطینیان یې د لوږې سره مخ کړي دي.

د 'سیسټماټیکو دروغو کمپاین'

په ورته وخت کې، د غزې سیمه ییزو چارواکو د اسرائیلي مقاماتو ادعاوې  رد کړي چې ګواکې حماس په ګودامونو کې اوړه ذخیره کړي دي، او دا یې د تل ابیب لخوا د "سیسټماټیکو دروغو کمپاین" یوه برخه وبلله، چې غواړي د جګړې د وسلې په توګه د لوږې کارولو نړیوال مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي.

د اسرائیلي پوځ ویاند، اویخای ادرعي، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د اسرائیلي لوږې د تګلارې له امله ځوریدلي فلسطینیان د ملګرو ملتونو په یوه ګودام کې ګڼه ګوڼه جوړوي.

په ځواب کې، د غزې د رسنیو دفتر وویل: "د اسرائیلو اشغالګر دروغ خپروي ترڅو د خپلو خلکو په وړاندې د لوږې د تګلارې پټولو هڅه وکړي، په داسې حال کې چې همدا دوی دي چې نړیوالو سازمانونو ته یې د فلسطیني کورنیو لپاره د مرستو د وېش مخه نیولې ده."

دغه دفتر وویل چې یاد ګودام د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) پورې اړه لري؛ خو اسرائیلو په بیړه سره یوه جعلي کیسه جوړه کړه.

دفتر د نړیوالو سازمانونو حواله ورکړه چې اسرائیلي پوځ د WFP څخه د اوړو او خوراکي مرستو د وېش مخه نیولې وه، او پر ځای یې امر کړی و چې دغه مرستې یوازې نانوایانو ته ورکړل شي – هغه تګلاره چې اوس ورته "انجنیر شوې لوږه" ویل کیږي.

تر دې دمه، اسرائیلو په محاصره شوې غزه کې له ۵۴,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

 

وپلټۍ
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري