منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د باروړونکې کښتۍ د نیول کېدو په غبرګون کې پر امریکايي بېړیو بریدونه کړي
ځايي رسنیو راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو د یکشنبې په ورځ پر څو امریکايي بېړیو د ډرون بریدونه د هغې پېښې په غبرګون کې کړي چې امریکايي ځواکونو یوه ایراني کښتۍ ودروله او ډزې یې پرې وکړې.
ایران د باروړونکې کښتۍ د نیول کېدو په غبرګون کې  پر امریکايي بېړیو بریدونه کړي
ایران د باروړونکې کښتۍ د نیول کېدو په غبرګون کې پر امریکايي بېړیو بریدونه کړي / Reuters

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني ځواکونو وروسته له هغه پر څو امریکايي بېړیو بې پیلوټه الوتکې (ډرون) وتوغولې چې یوې امریکايي جنګي بېړۍ پر یوې ایراني باروړونکې کښتۍ ډزې وکړې او هغه یې په خپله ولکه کې واخیسته.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو د یکشنبې په ورځ پر څو امریکايي بېړیو د ډرون بریدونه د هغې پېښې په غبرګون کې کړي چې امریکايي ځواکونو یوه ایراني کښتۍ ودروله او ډزې یې پرې وکړې.

نیمه دولتي خبري اژانس، تسنیم، وویل چې وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونه په عمان خلیج کې د "توسکا" (TOUSKA) په نوم کانټینر وړونکې کښتۍ ته ننوتل، د امریکايي بېړیو په نښه کولو لپاره ډرون الوتکې واستول شوې. په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې ایا هدف ګرځېدلې بېړۍ پوځي وې که سوداګریزې.

ایران تر دې وړاندې تایید کړې وه چې امریکايي ځواکونو د دوی کښتۍ نیولې او خبرداری یې ورکړی و چې "ډېر ژر" به غچ واخلي. تهران دا اقدام د هغه دوه اونییز اوربند سرغړونه وبلله چې د اپریل پر ۷مه د پاکستان په منځګړیتوب اعلان شوی و.

فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د "خاتم الانبیاء" مرکزي قرارګاه ویلي، امریکايي ځواکونو د کښتۍ د نیولو پر مهال د هغې د تګ راتګ سیسټم له کاره غورځولی او دا یې د اوربند ښکاره نقض بللی دی.

د کښتیو د تعقیب معلومات ښيي چې "توسکا" کښتۍ د اپریل په ۱۲مه د مالیزیا له "پورټ کلانګ" څخه روانه شوې وه. د ایران د پوځ ویاند ابراهیم ذولفقاري وویل چې امریکايي ځواکونو کښتۍ ته تر ننوتلو وړاندې پرې ډزې کړې دي.

دا پېښه لومړی د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا اعلان شوه او وروسته د امریکا مرکزي قومانداني تایید کړه. سنتکام ویلي چې د دوی "یو ایس ایس سپروانس" جنګي بېړۍ دا ایراني کښتۍ ځکه ودروله چې په عمان خلیج کې یې د امریکا لخوا لګول شوی سمندري بندیز ماتاوه.

سنتکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونه  لا هم دا کښتۍ په خپله ولکه کې لري او په وینا یې کښتۍ د ایران "بندر عباس" ته روانه وه. سنتکام د 'ایکس' په پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې یوه امریکايي بېړۍ د ډزو کولو وړاندې ایراني کښتۍ ته خبرداری ورکوي.

ذولفقاري وویل: "تیریګرې امریکا د اوربند په ماتولو او سمندري غلا سره زموږ پر یوې کښتۍ برید وکړ." هغه زیاته کړه چې امریکايي ځواکونو د "یو شمېر ترهګرو سرتېرو" په وسیله کښتۍ اشغال کړې ده.

هغه خبرداری ورکړ: "موږ خبرداری ورکوو چې د ایران نظامي ځواکونه به ډېر ژر د امریکا د دې وسله والې سمندري غلا ځواب ورکړي او غچ به ترې واخلي."

وپلټۍ
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
په هند کې د "برېکس"د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوه
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
روسیه: اوکراین باید د اوربند دمخه له ډونباس څخه ووځي، بیا د سولې بشپړې خبرې پیل کیدی شي
د تورکیې ولسمشر د ترکي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
امریکا او چین د ټرمپ او شي جين پينګ تر لیدنې مخکې په سیول کې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او ایران د جګړې د درولو لپاره "کافي اراده" ښودلې
راپور: سعودي عربستان پر خپلې خاورې له بریدونو وروسته پر ایران پټ بریدونه کړي دي
اردوغان: تورکیې د نړیوالو جګړو سربېره د خوراکي توکو د رسولو سلسله خوندي کړې ده