نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره "د یوې معاملې په اړه ډیر وخت واخیست"، او خبرداری یې ورکړ چې ایران به یې "قیمت پرې کړي".
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
ټرمپ

هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې  د ایران او امریکايي ځواکونو ترمنځ د شپې لخوا متقابل بریدونه ترسره شول، هغه نښتې چې په سیمه کې د څو ورځو راهیسې د لوړیدونکو او راکمیدونکو کړکیچونو له دوام وروسته رامنځته شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره "د یوې معاملې په اړه ډیر وخت واخیست"، او خبرداری یې ورکړ چې ایران به یې "قیمت پرې کړي".

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشيل ټولنیز پلیټ فارم کې ولیکل: «د ایران پوځ په بشپړه توګه له منځه تللی او ګډوډ شوی دی. د دوی د پوځ ډېری برخې، لکه سمندري او هوايي ځواک، نور عملاً شتون نه لري؛ هغوی په بشپړه توګه مات شوي دي. ایران یوازې خبرې کوي، خو عمل نه لري.»

هغه زیاته کړه: «د منځني ختیځ زورواکی مړ شوی دی! هغوی د داسې یوې موافقې لپاره ډیر وخت ضایع کړ چې د دوی په ګټه به وه؛ اوس به یې بیه پرې کړي!»

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ایران او امریکایي ځواکونو ترمنځ د شپې لخوا متقابل بریدونه ترسره شول. دغه نښتې په سیمه کې د څو ورځو د بدلیدونکو کړکیچونو وروسته رامنځته شوې، په داسې حال کې چې اسرائیل او ایران هم پر یو بل پوځي بریدونه تبادله کړي وو او وروسته یې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړه. 

د امریکا مرکزي قوماندې وویل چې د امریکا جنګي جټ الوتکو د امریکا د پوځ د اپاچي چورلکې د غورځیدو په ځواب کې هرمز تنګي ته نږدې د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه او د رادار سایټونه په نښه کړل.

بل لور ته، د ایران انقلابي ګارډ ویلي چې د غچ اخیستنې په توګه یې په سیمه کې د امریکا د هوايي او سمندري اډو پر ضد پر ۲۱ پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

په یوه جلا بیان کې، ټرمپ د ایران په وړاندې د امریکا د سمندري محاصرې اغیزمنتوب باندې ټینګار وکړ، او دا یې "د سمندري جګړې په تاریخ کې ترټولو بریالۍ محاصره" وبلله.

هغه ادعا وکړه: "هیڅ شی نه تیریږي پرته لدې چې موږ یې وغواړو. دا د فولادو دیوال دی! ایران هېڅ سوداګري نه کوي، خپل پوځ ته نور لګښتونه نه شي ورکولای، او په چټکۍ سره د یوه ناکام دولت پر لور روان دی! ډیر تیل بهر وځي. الحمدالله".

ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې امریکا د ایران د بریښناکوټونو او پلونو پر ضد د نویو بریدونو د امر کولو ته نږدې شوې ده، ځکه چې د هغه په وینا تهران د اوږدو خبرو اترو له لارې "امریکا بوخته ساتلې ده. " 

هغه دا هم وویل چې یوه ایراني بې ‌پیلوټه الوتکه د نسکورې شوې اپاچي چورلکې د دوو پیلوټانو ترمنځ بنده شوې وه، په داسې حال کې چې هغوی هڅه کوله د چاودنې له خطره ځان وژغوري.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.