نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ناټو د هوايي حریم د څو سرغړونو وروسته بریتانیا د روسیې سفیر احضار کړ
د پولنډ او رومانيا پر هوايي حریم د وروستیو ډرون یرغلونو وروسته، بریتانیا د روسیې کړنې وغندلې او د ناټو له متحدینو او اوکراین سره یې خپل ملاتړ بیا تائید کړ.
د ناټو د هوايي حریم د څو سرغړونو وروسته بریتانیا د روسیې سفیر احضار کړ
/ Reuters
 

د ناټو د هوايي حریم د څو سرغړونو وروسته بریتانیا د روسیې سفیر احضار کړ

د پولنډ او رومانيا پر هوايي حریم د وروستیو ډرون یرغلونو وروسته، بریتانیا د روسیې کړنې وغندلې او د ناټو له متحدینو او اوکراین سره یې خپل ملاتړ بیا تائید کړ.

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې سفیر یې احضار کړی، وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د ناټو د هوايي حریم د سرغړونې راپورونه خپاره شول.

تېر چهارشنبه پولنډ روسي ډرونونه وویشتل، چې دا د لوېدیځې پوځي ټولنې د یوه غړي هېواد له خوا د خپل ډول لومړنی اقدام بلل کېږي، د روسیې د اوکراین پر ضد د جګړې پر مهال.

څو ورځې وروسته، روماني هغه مهال خپلې الوتکې راپورته کړې چې یو روسی ډرون د دې هېواد هوايي حریم ته ننوت.

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت یوه ویاند په یوه اعلامیه کې وویل، د ناټو پر هوايي حریم دغه تېري « په بشپړ ډول د نه منلو وړ دي» او زیاته یې کړه چې بریتانیا له خپلو ناټو متحدینو سره په ګډه د «بې پروا کړنو» غندنه کوي.

ویاند زیاته کړه: «روسیه باید درک کړي چې د دوی دوامداره یرغل یوازې د ناټو د متحدینو ترمنځ یووالی پیاوړی کوي او زموږ هوډ چې له اوکراین سره ودرېږو زیاتوي، او هر ډول نور یرغل به بیا د ځواک سره ځواب شي.»

په لندن کې د روسیې سفارت د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ورنه کړ. په هرصورت، مسکو ټینګار کړی چې دا د ناټو په هوايي حریم کې د ډرون بریدونو مسؤلیت نلري، او اوکراین یې د "اشتعال" لپاره تورن کړی دی.

وپلټۍ
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.