فرانسیسکا البانیزي : ددې وخت رارسیدلی چې نړۍواله ټولنه د اسرائیلو مخه ونیسي

د محاصرې لاندې غزې او د اشغال لاندې د لویدیځې غاړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې اوس ددې وخت دی چې  د نړۍ هیوادونه  د محاصرې لاندې  سیمه کې د "نسل وژنې" د بندولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

/ Reuters

د محاصرې لاندې غزې او د اشغال لاندې د لویدیځې غاړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې اوس ددې وخت دی چې  د نړۍ هیوادونه  د محاصرې لاندې  سیمه کې د "نسل وژنې" د بندولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

فرانسیسکا البانیزي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د کولمبیا په پلازمینه کې د ۳۰ هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې وکړې. پدې لیدنه کې نوموړو په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو او د اسرائیلو لخوا روانې نسل وژنې د مخنیوي په اړه خبرې وکړې. هغې وویل چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې نړۍواله ټولنه ددې نسل وژنې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

البانیزي وویل: "هر دولت باید سمدلاسه د اسرائیلو له دولت سره ټولو اړیکو باندې  بیاکتنه وکړې او خپلې اړیکې ورسره وځنډوي . همداشان په ورته وخت کې  ډاډ ترلاسه کړي چې خصوصي سکتور یې هم ورته ګامونه اوچت کړي." "د اسرائیلو اقتصاد چې  د اشغال د دوام لپاره جوړ شوی اوس یې نسل وژنه پیل کړې ده."

د اسپانیا، ایرلینډ او چین حکومتونو هم غونډې ته استازي لیږلي دي.

اسرائیل بیا دا اقدام  د یهودانو ضد اقدام بللی دی او هر ډول نسل وژنه يي رد کړې ده.

دا کنفرانس د جنوبي افریقا او کولمبیا د حکومتونو لخوا په ګډه رهبري کیږي، چې تیر کال یې د اسرائیلو د بریښنا فابریکو ته د ډبرو سکرو صادرات وځنډول، او د هاګ ګروپ د غړو ګډون پکې شامل دی، د اتو هیوادونو ایتلاف چې د سږ کال په پیل کې یې ژمنه وکړه چې له اسرائیلو سره پوځي اړیکې پرې کړي او د نتنیاهو په وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې د نیولو امر سره سم عمل وکړي.

د سویلي افریقا د واکمنانو افریقایي ملي کانګرس ګوند د لسیزو راهیسې په غزه او اشغال  شوي لویدیځې غاړې کې د اسرائیلو پالیسۍ او ظلمونه  د ۱۹۹۴ کال د مخه په افریقاییانو باندې د سپین پوستو لږه کیو لخوا د ترسره شوو ظلمونو او نسل وژنو سره یو شان وبولو.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې اروپایي اتحادیه د اسرائیلو په وړاندې د مختلفو اقداماتو باندې غور کړي چې پکې د اسرائیلو د غیرقانوني میشت ځایونو څخه په وارداتو بندیز، د وسلو بندیز او د اسرائیلي چارواکو په وړاندې انفرادي بندیزونه شامل دي، کوم چې د جګړې د سوله ایز حل مخه نیسي.

د کولمبیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، موریسیو جارامیلو، د دوشنبې په ورځ وویل چې د بوګوټا په غونډه کې ګډون کوونکي هیوادونه، چې قطر او تورکیه هم پکې شامل دي، د ډیپلوماټیکو او قضایي اقداماتو په اړه به بحث وکړي چې په اسرائیلو باندې فشار راوړي تر څو د روانو بریدونو نه لاس واخلي.

د کولمبیا چارواکي په غزه او اشغال لاندې  لویدیځې غاړې کې د اسرائیلو چلند نړیوال نظام ته ښکاره سپکاوی وباله.

جارامیلو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: "دا یوازې د فلسطین په اړه نه ده. "دا د نړیوال قانون ... او د ځان د ارادې حق دفاع په اړه ده."

اسرائیل په غزه کې د روانو بریدونو او قتل عام په نتیجه کې  له ۵۸۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین د رسمي WAFA خبري اژانس په وینا، شاوخوا ۱۱۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو د کنډوالو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان استدلال کوي چې د مړو اصلي شمېره د غزې چارواکو د راپور له مخې د پام وړ لوړه ده، اټکل کیږي چې دا شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ وي.