نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کاناډا: فلسطین دولت به په رسمیت وپیژنو ځکه چې د دوو دولتونو حل زمونږ د سترګو پر وړاندې له منځه ځي.
کاناډا اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، خو دا پرېکړه به د فلسطیني ادارې د مهمو اصلاحاتو ترسره کولو پورې تړلې وي.
کاناډا: فلسطین دولت به په رسمیت وپیژنو ځکه چې د دوو دولتونو حل زمونږ د سترګو پر وړاندې له منځه ځي.
/ AP

کاناډا اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۰مه غونډه کې به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، خو دا پرېکړه به د فلسطیني ادارې د مهمو اصلاحاتو ترسره کولو پورې تړلې وي. کاناډا خبرداری ورکړی چې د دوه دولتونو د حل امکان "زموږ د سترګو په وړاندې له منځه ځي."

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په یوه بیان کې وویل: "کاناډا له ډېرې مودې راهیسې د دوه دولتونو د حل ملاتړ کړی دی – یو خپلواک، د دوام وړ، او حاکم فلسطیني دولت چې د اسرائیلو دولت سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي."

هغه زیاته کړه: "د لسیزو لپاره هیله وه چې دا پایله د سولې د یوه بهیر له لارې ترلاسه شي چې د اسرائیلي حکومت او فلسطیني ادارې ترمنځ د خبرو اترو پر بنسټ جوړ شوی وي. له بده مرغه، دا طریقه نور د منلو وړ نه ده."

کارني د سولې د بهیر د کمزوري کېدو لپاره یو شمېر پرمختګونه یاد کړل، چې په کې د اسرائیلي مېشت ځایونو ګړندۍ پراختیا  او د اسرائیلي پارلمان لخوا اشغال شوې لویدیځ څنډه او ختیځ بیت المقدس  د لویدیځې څنډې سره  د الحاق هڅې، او په غزه کې د بشري کړکېچ ژورېدل شامل دي چې د مرستو محدود لاسرسی هم یو مهم عنصر دی.

کارني وویل: "د ملکي وګړو ژورې ستونزې د نړیوالې همغږۍ لپاره د ځنډ ځای نه پرېږدي."

د رسمیت پېژندلو شرطونه

د کاناډا لخوا د فلسطین د رسمیت پېژندنه به د فلسطیني ادارې د حکومتدارۍ په اصلاحاتو پورې تړلې وي. په دې کې د ولسمشر محمود عباس ژمنې شاملې دي چې په ۲۰۲۶ کال کې عمومي ټاکنې ترسره کړي چې په کې به حماس ګډون نه کوي، او د راتلونکي فلسطیني دولت غیر نظامي کول یقیني به کړي.

کارني د حماس لخوا د اکتوبر په ۷مه نیټه نیول شویو یرغمل شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو او  د دې ډلې د بې وسلې کېدو غوښتنه یې وکړه، او ټینګار یې وکړ چې حماس باید د فلسطین په حکومت کې هېڅ رول ونه لري.

کارني وویل: "کاناډا به تل د اسرائیلو د منځني ختیځ په سیمه کې د یو خپلواک دولت په توګه د شتون ملاتړ وکړي چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي."

"د اسرائیلو لپاره د دوامداره سولې هره لاره د یو باثباته او د باور وړ فلسطیني دولت غوښتنه کوي، داسې یو دولت چې د اسرائیلو د امنیت او سولې نه انکار کېدونکی حق ومني."

کارني وویل چې کاناډا به له نړیوالو شریکانو سره کار وکړي ترڅو د سولې یو باور وړ پلان جوړ کړي او غزې ته د پراخو بشري مرستو رسول یقیني کړي.

"کاناډا به په سیمه کې د یوې عادلانه، معنا لرونکې او دوامداره سولې په جوړولو کې یو رغنده شریک وي – داسې سوله چې د ټولو فلسطینیانو او اسراییلیانو عزت، امنیت، او هیلو ته درناوی وکړي."

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه