منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د ملګروملتونو سرمنشي ویلي دي چې د یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړول مشروع حق دی نه انعام.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د دوه دولتونو د حل لپاره "بیړني، عملي او کوټلي ګامونه" پورته کړي. هغه خبرداری ورکړی چې په غزه کې خرابېدونکې وضعیت فلسطینیان د ناامیدۍ پر لور بیايي.
د ملګروملتونو سرمنشي ویلي دي چې د یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړول مشروع حق دی نه انعام.
/ AP

د ملګروملتونو سرمنشي ویلي دي چې د یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړول مشروع حق دی نه انعام.

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د دوه دولتونو د حل لپاره "بیړني، عملي او کوټلي ګامونه" پورته کړي. هغه خبرداری ورکړی چې په غزه کې خرابېدونکې وضعیت فلسطینیان د ناامیدۍ پر لور بیايي او د پراخې بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

ګوتریش د دوشنبې په ورځ د فلسطین د مسئلې د سوله ییز حل په اړه د ملګرو ملتونو د یوې لوړې کچې غونډې پرانیستلو پر مهال وویل: "راځئ چې روښانه کړو: د فلسطینیانو لپاره دولت جوړونه یو حق دی، نه انعام. د دې حق نه ورکول به په ټوله نړۍ کې افراطیانو ته ډالۍ وي."

هغه زیاته کړه: "وخت په تېریدو دی. هره ورځ باور کمېږي. ادارې کمزورې کېږي. او هیلې له منځه ځي."

ګوتریش په غزه کې د ژورېدونکي بحران غندنه وکړه او دغه سیمه یې د "مصیبتونو په یوه لړۍ" کې ډوبه وبلله.

هغه وویل: "زه د ژوند ژغورونکي بشري مرستو د محدودیتونو د کمولو وروستي ګامونه ستایم – خو دا د دې کابوس د پای ته رسولو لپاره حل نه دی.

موږ ته اړتیا ده: یو سمدستي، دایمي اوربند؛ د ټولو یرغمل شویو کسانو سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کول؛ او بشپړ، بې خنډه بشري لاسرسی. دا د سولې لپاره مخکې شرطونه نه دي. دا د سولې بنسټ دی."

د ملګرو ملتونو مشر د فلسطیني  خاورې، په ځانګړې توګه د ختیځ بیت المقدس د اشغال په اړه د اسرائیلو کړنې هم وغندلې.

هغه وویل: "د ختیځ بیت المقدس په ګډون د اشغال شوي فلسطیني قلمرو د اسرائیلو دوامداره اشغال غیر قانوني دی. دا باید پای ته ورسېږي. دا قانون دی.

په اشغال کې امنیت نشته."

د ډیپلوماسۍ ناکامي او د عمل غوښتنه

ګوتریش د دې شخړې په اړه د نړیوالې ډیپلوماسۍ  په  ناکامۍ نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې تشې اعلامیې د ځمکې پر حالاتو د بدلون لپاره لږ څه کړي دي.

هغه وویل: "د لسیزو لپاره د منځني ختیځ ډیپلوماسي د سولې پر ځای پروسه وه. خبرې، ویناوې، اعلامیې ممکن د ددې خاورې خلکو لپاره ډېر اهمیت ونه لري. هغوی دا مخکې لیدلي دي. هغوی دا مخکې اورېدلي دي. په همدې حال کې، ویجاړونه او الحاق مخ پر وړاندې روان دي.

هغه د یو دولت د واقعیتونو خطرونو ته اشاره وکړه، چېرې چې فلسطینیانو ته بنسټیز حقونه نه ورکول کېږي او د دوامداره بې ځایه کېدو سره مخ دي.

هغه وویل: "یو داسې دولت چېرې چې فلسطینیانو ته مساوي حقونه نه ورکول کېږي او د تل لپاره د اشغال او نابرابرۍ لاندې ژوند کولو ته اړ کېږي؟ دا سوله نه ده. دا عدالت نه دی. دا د نړیوالو قوانینو سره سمون نه خوري.

ګوتریش د دوه دولتونو حل د منځني ختیځ د سولې لپاره "مرکزي موضوع" وبلله او له اسرائیلو یې وغوښتل چې "دوه دولتونو حل ته په واضح او بې قید او شرط ډول بیا ژمنتیا وکړي او ټول هغه اقدامات ودروي چې دا حل کمزوری کوي.

هغه وویل: "دا شخړه نشي اداره کېدای. دا باید حل شي. موږ نشو کولی د مناسب شرایطو لپاره انتظار وباسو. موږ باید دا شرایط رامنځته کړو. موږ نشو کولی د سولې هڅې تر هغه وخته وځنډوو چې کړاوونه د زغملو وړ نه وي. موږ باید مخکې له دې چې ناوخته شي عمل وکړو."

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.