د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
حماس پر امریکا تور پورې کړی چې په دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیل سره همکار وو
حماس پر امریکا تور پورې کړی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیلو سره همکاري کړې ده، او دا یې د غزې د اوربند د خبرو اترو د له منځه وړلو هڅه بللې ده.
حماس پر امریکا تور پورې کړی چې په دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیل سره همکار وو
/ Reuters

حماس پر امریکا تور پورې کړی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیلو سره همکاري کړې ده، او دا یې د غزې د اوربند د خبرو اترو د له منځه وړلو هڅه بللې ده. په همدې حال کې، په دوحه کې د وژل شویو کسانو جنازې ترسره شوې.

د حماس یو چارواکي، فوزي برهوم، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "دا جرم ، د مذاکراتو د پروسې وژنه وه او په قصدي ډول د قطر او مصر د منځګړیتوب رول په نښه کول وو." هغه واشنګټن د اسرائیلي برید په اړه "یو بشپړ همکار" وباله.

د سه شنبې په ورځ په دوحه کې دغه بې ساری برید د خلیج د جګړې د مصئونیت احساس له منځه یووړ او د غزې د اوربند هڅې یې چې لا دمخه کمزورې وې، ودرولې.

په قطر کې د شیخ محمد بن عبدالوهاب جومات شاوخوا کلک امنیت نیول شوی و، چیرې چې د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د جنازې لمونځ کې ګډون وکړ. یو تابوت چې د قطر بیرغ سره پوښل شوی و او پنځه نور چې د فلسطیني بیرغونو سره پوښل شوي وو، جومات ته راوړل شول او وروسته په مسیمیر هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

د حماس په وینا، په وژل شویو کسانو کې د خلیل الحیه زوی حمام، د هغه د دفتر مدیر جهاد لباد، او د هغه ساتونکي احمد مملوک، عبدالله عبدالواحد او مؤمن حسون شامل دي. د قطر یو عسکر، بدر سعد محمد الحمیدي الدوسري، هم په دې برید کې وژل شوی دی.

حماس وویل چې د الحیه مېرمن، د هغه د زوی مېرمن او لمسیان ټپیان شوي دي. د حماس مشر مرکچي په جنازه کې حاضر نه و، او د هغه برخلیک لا هم نامعلوم دی. د دې ډلې په وینا، لوړپوړي غړي لکه اسامه حمدان او عزت الرشق په جنازه کې ګډون کړی و.

د قطر صدراعظم، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سي این این ته وویل چې دغه برید د غزې څخه د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره "هر ډول هیله" ختمه کړه او تایید یې کړه چې دوحه د خپل منځګړیتوب رول په اړه "هر څه بیا ارزوي." هغه د سیمه ییز ګډ غبرګون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دوحه کې به د عربو-اسلامي سرمشریزه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د برید غندنه وکړه، پرته له دې چې په مستقیم ډول اسرائیل یاد کړي، او له قطر سره یې خپله همدردي څرګنده کړه. سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید منظوري نه وه ورکړې، او ادعا یې وکړه چې هغه خپل استازی، سټیو وټکوف، ته لارښوونه کړې وه چې دوحه ته خبرداری ورکړي، خو "له بده مرغه، د برید د مخنیوي لپاره ناوخته و." اسرائیل وویل چې د حماس لوړپوړي مشران یې په نښه کړي دي.

په داسې حال کې چې حماس ټینګار کوي چې د دوی لوړپوړي چارواکي ژوندي پاتې شوي دي، سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دوه سیاسي دفتر غړي په جدي توګه ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، قاتل بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې "هیڅ فلسطیني دولت به شتون ونه لري،" دا خبرې یې د لویدیځې غاړې په اشغال شوې سیمه کې د یو استوګنځي د پروژې په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې دا ځمکه "زموږ ده،" او د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې د فلسطین د پیژندلو لپاره نړیوالې هڅې یې رد کړې.

قطر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حماس سیاسي دفتر کوربه دی، چې د امریکا او اسرائیلو له خوا یې منظوري ورکړل شوې، او دا یې د منځګړیتوب لپاره یو مرکز ګرځولی دی.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.