نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مادورو وايي ونزویلا د امریکا د جګړه ییزو بېړیو د کاربین سمندر ته ليږل نه شي زغملای.
د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ د پوځي ځای پرځای کولو مخالفت وکړ، او ویې ویل چې روانو فشارونو یې ملاتړ پیاوړی کړی دی.
مادورو وايي ونزویلا د امریکا د جګړه ییزو بېړیو د کاربین  سمندر ته ليږل نه شي زغملای.
/ AP

مادورو وايي ونزویلا د امریکا د جګړه ییزو بېړیو د کاربین سمندر ته ليږل نه شي زغملای.

د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ د پوځي ځای پرځای کولو مخالفت وکړ، او ویې ویل چې روانو فشارونو یې ملاتړ پیاوړی کړی دی.

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د بهرنیو ځواکونو لپاره د زغم وړ نه دی، ځکه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي وسایلو د کارابین سیمې ته د استولو پرېکړې له امله له امریکا سره ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په کاراکاس کې په پوځي مراسمو کې د پوځي یونیفورم اغوستلو پرمهال، مادورو په مستقیم ډول د متحده ایالاتو احتمالي مداخلې ته اشاره وکړه.

هغه وویل: "هېڅ لاره نشته چې دوی ونزویلا ته داخل شي"، او روان فشارونه یې د خپل حکومت د پیاوړتیا لامل وبلل.

مادورو د امریکا وروستۍ کړنې د محاصرې او ځورونې په توګه یادې کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ده او استدلال یې وکړ چې دغه اقدامات برعکس پایلې لرلي دي.

هغه زیاته کړه: "نن، له شلو ورځو پرله پسې محاصرې وروسته، موږ تر پرون څخه ډېر پیاوړي یو. موږ ډېر ملي او نړیوال ملاتړ لرو."

هغه د کولمبیا له ولسمشر ګوستاوو پیټرو مننه وکړه چې د ۲۵ زره سرتېرو د ځای پر ځای کولو امر یې د کولمبیا په کاتاتومبو سیمه کې ورکړ، دغه اقدام یې د ونزویلا او کولمبیا د سولې لپاره د یووالي او د خپلو خاورو د ساتنې هڅه وبلله.

د ټرمپ اجرائیه فرمان د لاتینې امریکا د مخدره موادو کارټلونو پر ضد پراخ پوځي عملیاتو ته اجازه ورکړه، چې له امله یې کارابین ته سمندري ځواکونو واستول شو، چې په کې یوه اوبتل او اووه جګړه ییزې بېړۍ شاملې وې.

پوځي چارواکو سي ‌اېن‌ اېن ته ویلي چې ۴ زره سمندري سرتېري هم سیمې ته لېږل کېږي.

مادورو، چې د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپېز او لوړپوړو قوماندانانو ورسره ملتیا کوله، د همدې میاشتې په لومړیو کې ژمنه وکړه چې د ونزویلا حاکمیت به خوندي کوي او ویې ویل هېڅ "امپراتورۍ" د هېواد "مقدسې خاورې" او د جنوبي امریکا خاوره نشي لمسولی.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"