نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ادارې له سترې محکمې غوښتي چې زیږون پر بڼسټ د تابعیت د پایته رسولو د وروستي فرمان قانونیت وڅیړي
که څه هم له یوې پېړۍ راهیسې دا قانوني تفسیر موجود دی چې د اساسي قانون ۱۴م تعدیل په امریکا متحده ایالتونو کې زیږېدلو کسانو ته تابعیت ورکوي، خو د ټرمپ حکومت محکمې ته وویل چې دا نظر "غلط" دی او "دومره پراخ شوی چې ویجاړونکې پایلې لري."
ټرمپ ادارې له سترې محکمې غوښتي چې زیږون پر بڼسټ د تابعیت د پایته رسولو د وروستي فرمان قانونیت وڅیړي
ټرمپ ادارې له سترې محکمې غوښتي چې زیږون پر بڼسټ د تابعیت د پایته رسولو د وروستي فرمان قانونیت وڅیړي / Reuters

د ټرمپ ادارې د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون پر بنسټ د تابعیت پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان اساسي قانونیت وڅېړي. د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، دا دویم ځل دی چې سږ کال دا موضوع قاضیانو ته وړاندې کیږي.

که څه هم له یوې پېړۍ راهیسې دا قانوني تفسیر موجود دی چې د اساسي قانون ۱۴م تعدیل په امریکا متحده ایالتونو کې زیږېدلو کسانو ته تابعیت ورکوي، خو د ټرمپ حکومت محکمې ته وویل چې دا نظر "غلط" دی او "دومره پراخ شوی چې ویجاړونکې پایلې لري."

سترې محکمې د جون په میاشت کې د ټرمپ د زیږون پر بنسټ تابعیت فرمان په اړه یوه پرېکړه وکړه، خو هغه قضیه پر دې طرزالعملي پوښتنې متمرکزه وه چې ټیټې محکمې د ولسمشرۍ د پالیسیو د مخنیوي لپاره څومره واک لري.

د ۶-۳ اکثریت د محکمو هغه وړتیا محدوده کړه، خو په بشپړه توګه یې له منځه یو نه وړه، چې په ټول هېواد کې دا ډول بندیزونه ولګوي.

دې پرېکړې ایالتونه او هغه اشخاص چې د دې فرمان مخالف وو، دې ته وهڅول چې نوې قضیې ثبت کړي، په شمول د ډله‌ییزو دعوو (class-action lawsuits)، چې له امله یې دا پالیسي لا هم ځنډول شوې ده.

اوس حکومت له قاضیانو غواړي چې دا موضوع په مستقیم ډول حل کړي.

مسئله د ټیټو محکمو له دوو پرېکړو څخه سرچینه اخلي چې د ټرمپ د فرمان د پلي کېدو مخه یې نیولې ده.

د جولای په میاشت کې، په سان فرانسیسکو کې د استیناف محکمې د ډیموکراتانو په مشرۍ د ایالتونو لخوا په یوه ثبت شوې قضیه کې د سیاتل د یوه قاضي لخوا په ټول هېواد کې لګول شوی بندیز تایید کړ.

تر هغه مخکې په هماغه میاشت کې، په نیوهمپشایر کې یوه قاضي د امریکا د مدني آزادیو اتحادیې (ACLU) لخوا په یوه ډله‌ییزه دعوه کې د هغو ماشومانو په وړاندې د دې فرمان پلي کول منع کړل چې په دې فرمان کې شامل وو.

د عدلیې وزارت د نیوهمپشایر د پرېکړې پر وړاندې په بوسټن کې د استیناف یوې محکمې ته هم عریضه کړې، خو هغه قضیه لا نه ده اورېدل شوې.

د ACLU وکیل، کوډي وفسي، چې د نیوهمپشایر په قضیه کې یې استدلال کاوه، وویل: "دا اجرایوي فرمان په بشپړه توګه غیرقانوني دی، او د ادارې هېڅ ډول چل ول به دا حقیقت بدل نه کړي. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې د دې ظالمانه او بې مانا فرمان له امله د هېڅ ماشوم تابعیت له منځه نه ځي."

ټرمپ دا اجرایوي فرمان د جنورۍ په ۲۰مه لاسلیک کړ.

د "د امریکايي تابعیت د مانا او ارزښت ساتنې" تر عنوان لاندې، دې فرمان فدرالي ادارو ته لارښوونه کړې چې هغو ماشومانو ته 'د متحده ایالاتو د تابعیت پېژندنې اسناد' صادر نه کړي چې د امریکا پر خاوره له هغو والدینو زېږېدلي وي چې په ناقانونه توګه په هېواد کې اوسیږي یا هغه کسان چې په قانوني خو لنډمهاله توګه په امریکا کې دي.

د زیږون پر بنسټ تابعیت څه مانا لري؟

د زیږون پر بنسټ تابعیت هر هغه څوک چې په متحده ایالاتو کې زیږېدلی وي، امریکایي تبعه جوړوي، په شمول د هغو ماشومانو چې له ناقانونه میندو څخه په دې هېواد کې زیږېدلي وي.

دا عمل د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو لږ وروسته پیل شو، کله چې کانګرس د اساسي قانون ۱۴م تعدیل تصویب کړ.

په تعدیل کې راغلي: "ټول هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې زیږېدلي یا تابعیت یې اخیستی وي او د دې هېواد تر واک لاندې وي، د متحده ایالاتو اتباع دي."

د ټرمپ اجرایوي فرمان، چې د جنورۍ په میاشت کې لاسلیک شو، هڅه کوي هغو ماشومانو ته تابعیت ور نه کړي چې له هغو کسانو څخه زیږېدلي وي چې په ناقانونه یا لنډمهاله توګه په امریکا کې ژوند کوي.

دا د ولسمشر د کډوالۍ د سخت دریځې اجنډا یوه برخه ده، چې د زیږون پر بنسټ تابعیت یې "د ناقانونه کډوالۍ لپاره یو مقناطیس" بللی دی.

ټرمپ او ملاتړي یې په تعدیل کې پر یوې ځانګړې جملې – "د دې هېواد تر واک لاندې" – تمرکز کوي او وايي چې دا په دې مانا ده چې امریکا کولی شي هغو ماشومانو ته تابعیت ور نه کړي چې له ناقانونه ښځو څخه په دې هېواد کې زیږېدلي وي.

یو شمېر فدرالي قاضیانو ویلي چې دا خبره سمه نه ده او د هغه د فرمان د پلي کېدو د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې حکمونه صادر کړي دي.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي