منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
سعودي عربستان د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې، په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا ائتلاف به "له یو شمېر مهمو شریکانو سره په ګډه" د فلسطین ادارې ته مستقیم مالي ملاتړ برابر کړي.
سعودي عربستان د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ
سعودي عربستان د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ / TRT World

سعودي عربستان د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ، کوم چې د اسرائیلو تر اشغال لاندې د لوېدیځې غاړې پر برخو حکومت کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې، په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا ائتلاف به "له یو شمېر مهمو شریکانو سره په ګډه" د فلسطین ادارې ته مستقیم مالي ملاتړ برابر کړي.

هغه وویل، سعودي عربستان به د دې هڅې لپاره ۹۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دا خبري کنفرانس 'د دوه دولتي حل لارې د پلي کولو لپاره د نړیوال ائتلاف' د غونډې پر مهال وشو، چې پکې د سعودي عربستان، مصر، اردن او ناروې په څېر د عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک له مخې په غزه کې د نړیوالو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره لېوالتیا وښوده، ترڅو د فلسطین له ادارې سره د دغې تړانګې په اداره کولو کې مرسته وشي.

هغه وویل، د دغې سیمې د لنډمهالې فلسطیني ادارې په اړه "اجماع" شته چې پکې به وسله‌والې ډلې ګډون نه لري، که څه هم هغه نور جزئیات ورنکړل.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي وویل، دې ائتلاف ټینګار وکړ چې د یوې عادلانه او هر اړخیزې سولې ته د رسېدو لپاره د یوازینۍ لارې په توګه د دوه دولتي حل لارې د پلي کولو په اړه نړیواله اجماع شته.

هغه زیاته کړه، دا ائتلاف د دوه دولتي حل لارې د پلي کولو پر وړاندې یوازینی خنډ "د اسرائیلي حکومت افراطي دریځ ګڼي، چې لومړي وزیر یې (بنیامین نتنیاهو) په ښکاره اعلان کړی چې د یوه فلسطیني دولت جوړېدو ته به اجازه ورنکړي."

هغه په ګوته کړه چې "د اسرائیلي لومړي وزیر ټول اقدامات د عادلانه او هر اړخیزې سولې د ټینګښت مخه نیسي، چې په غزه کې نسل وژنه، په لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو پراختیا او د ځمکو غصب، پر سوریې یرغل او هلته د نفاق رامنځته کول، او همدارنګه پر لبنان تېری پکې شامل دي."

د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې، سعودي عربستان د دې نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ، او لومړۍ غونډه یې د اکتوبر په پای کې په ریاض کې جوړه شوه.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې غوښتنه کړې وه چې د فلسطین ادارې ته دې پر غزه د بشپړ کنټرول زمینه برابره شي او ټینګار یې وکړ چې دوی امنیتي او اداري مسؤلیتونو اخیستو او د ډلو بې وسلې کولو ته چمتو دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اونۍ په نیویارک کې له عربي او اسلامي مشرانو سره په یوه لیدنه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ۲۱ ماده‌ايز پلان وړاندې کړ.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیو ویټکوف تایید کړه چې د ټرمپ له خوا وړاندې شوي پلان کې ۲۱ مادې شاملې دي، خو د جزئیاتو له په ډاګه کولو یې ډډه وکړه.

اکسیوس وېبپاڼې ویلي، د دې پلان په مهمو برخو کې د ټولو پاتې اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کول، دایمي اوربند، او له غزې څخه د اسرائیلو پړاوییز وتل شامل دي.

په دې پلان کې په غزه کې له حماس پرته د یوې نوې ادارې وړاندوینه هم شوې، چې د فلسطین اداره به پکې یو څه ونډه ولري، او ورسره به یو څو ملیتي امنیتي ځواک هم وي چې له فلسطینیانو او د عربي او اسلامي هېوادونو له سرتېرو څخه به جوړ وي.

وړاندیز دا غوښتنه هم کوي چې عربي او اسلامي هېوادونه دې د بیارغونې لپاره مالي مرسته وکړي او په غزه کې دې له نوې ادارې څخه ملاتړ وکړي.

 

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید