منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا وروستیو بریدونو په عملي توګه د اپریل د ۸مې نېټې اوربند "بې مانا" کړی دی. دغه وزارت خبرداری ورکړ چې واشنګټن به د هغه څه د پایلو مسؤل وي چې دوی یې د کړکېچ خطرناک زیاتوالی بولي.
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ

تهران واشنګټن د نړیوالو قوانینو په سرغړونه تورنوي او ټینګار کوي چې وسله وال ځواکونه یې د ځوابي برید لپاره پوره چمتو او ځواکمن دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا وروستیو بریدونو په عملي توګه د اپریل د ۸مې نېټې اوربند "بې مانا" کړی دی. دغه وزارت خبرداری ورکړ چې واشنګټن به د هغه څه د پایلو مسؤل وي چې دوی یې د کړکېچ خطرناک زیاتوالی بولي.

د پنجشنبې په ورځ په یوه سخت بیان کې، دغه وزارت پر ایراني خاوره د امریکا پراخ بریدونه وغندل او هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو "څرګنده سرغړونه" وبلله.

دغه وزارت همداراز امریکا تورن کړ چې د ایران پر وړاندې د عملیاتو لپاره په سیمه ییزو هېوادونو کې له تاسیساتو او خاورې څخه کار اخلي. ایران خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې یاد هېوادونه د "تېري شریکان" ګرځوي او له هغوی یې وغوښتل چې خپله خاوره د دښمنانه فعالیتونو لپاره کارولو ته پرې نږدي.

وزارت د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او امنیت شورا څخه وغوښتل چې د امریکا او اسرائیلو سرغړونې په ښکاره ډول وغندي، او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش څخه یې وغوښتل چې د وضعیت په اړه روښانه راپور وړاندې کړي.

تهران د نظامي کمزورۍ ادعاوې رد کړې

بل خوا، د ایران وسله والو ځواکونو د امریکا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه ویجاړ شوي دي. هغوی ټینګار وکړ چې هېواد یې پوره چمتو دی او د جګړې د پیل په پرتله اوس له نظامي پلوه ډېر پیاوړی دی.

د پوځ ویاند ابوالفضل شکارچي د امریکا راپورونه "تبلیغات" وبلل او ویې ویل چې د ایران نظامي وړتیاوې خوندي دي. هغه خبرداری ورکړ چې د جګړې د ډګر واقعیتونه د بهرنیو ادعاوو برعکس دي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې ایران امریکايي ځواکونو ته د هغه څه په پرتله چې پخپله یې لیدلي، ډېر زیات زیانونه اړولي دي. شکارچي یو ځل بیا د خپلو سیمه ییزو متحدو ډلو ملاتړ وکړ چې تهران یې د "مقاومت جبهې" برخه بولي.

شکارچي زیاته کړه چې ایران د مهمو سمندري لارو (ستراتیژیکو تنګیو) د کنټرول په ګډون، ګڼې ستراتیژیکې لارې په اختیار کې لري، خو ویې ویل چې د دا ډول پرېکړو جزیات به یوازې د اړتیا په صورت کې ښکاره شي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه