اسرائیلي بندیانو له حماس څخه د هغوې د ژوند د ژغورولو له امله مننه وکړه

اسرائیلي بندیانو له حماس څخه د هغوې ژوند د اسرائیلي بریدونو څخه د ژغورولو له امله مننه وکړه.

/ AFP

د حماس پوځي څانګې، القسام لیواګانو، یوه ویډیو خپره کړه چې په محاصره شوي غزه کې دوه بندیان ښیي چې له اسرائیلو څخه غوښتنه کوي چې د دوی پر حکومت او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو فشار راوړي چې د دوی د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

یو بندي په ویډیو کې وویل: "موږ د یوې شیبې لپاره بهر ته لاړو ترڅو تازه هوا تنفس کړو او اسمان او ستوري وګورو ... د اسرائیلو اردو پریکړه وکړه چې موږ بمبار کړي او هغه ودانۍ په نښه کړي چې زه پکې وم."

یو بل بندي په ویډیو کې وویل: "موږ  یوازې د کوچنیو ټپونو سره  له مرګه وژغورل شو، د خدای څخه د شکر او د حماس جنګیالیو څخه مننه چې زمونږ ژوند یې وژغوره. هغوې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره  موږ وژغورولو او له هغه ودانۍ څخه بهر کړو چې اسرائیلو پرې برید وکړ. هغوې مونږ بیرته  تونلونو ته راوستو.