نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
شمالي کوریا ویلي چې د «چوی هیون» له جنګي کښتۍ څخه یې دوه ستراتیژیک کروز توغندي او درې د کښتیو ضد توغندي ازمویلي دي.
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل / Reuters


"پیونګ یانګ دمخه ویلي وو چې د «چوی هیون» په نوم جنګي کښتۍ په «خورا ځواکمنو وسلو» سمبال ده؛ د سویلي کوریا د پارلمان یو تن وکیل وايي شمالي کوریا د داسې دریمې کښتۍ جوړول ګړندي کړي دي.

شمالي کوریا ویلي چې د «چوی هیون» له جنګي کښتۍ څخه یې دوه ستراتیژیک کروز توغندي او درې د کښتیو ضد توغندي ازمویلي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د هېواد مشر کیم جونګ اون د یکشنبې په ورځ د دفاعي او سمندري ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره یوځای د دغو توغندیو د توغولو ننداره وکړه.

د دغه تمرین هدف د جنګي کښتۍ د وسلو د کنټرول د مدغم سیستم او د سګنالونو ضد  پرمختللي نیویګیشن سیستم ازمویل او د کښتۍ عمله د توغولو له عملیاتو سره بلدول وو.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په وینا، کروز توغندیو د ژېړ سمندرګي  د پاسه د ۷۸۶۹ او ۷۹۲۰ ثانیو ترمنځ او د کښتیو ضد توغندیو د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ ثانیو ترمنځ الوتنه وکړه او خپل هدفونه یې په «خورا لوړ دقت» سره وویشتل.

د راپور له مخې، کیم جونګ اون ته د دوو نورو جنګي کښتیو (نمبر ۳ او ۴) د جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل شول او هغه د شمالي کوریا په وروستیو دفاعي پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هېواد د اټومي وسلو د مخنیوي ځواک پیاوړي کول د دوی لومړیتوب دی. کیم وویل: «دا زموږ د ګوند دایمي ملي دفاعي کرښه او تر ټولو مهمه دنده ده چې خپل پیاوړی او د ډاډ وړ اټومي ځواک په دوامداره او نامحدود ډول پیاوړی کړو.»

شمالي کوریا تېره اونۍ هم یو تاکتیکي بالستیک توغندی چې په خوشه يي سرګلولې سمبال و، ازمویلی و او ویلي یې وو چې دا وسله کولی شي هدف شوې سیمې په خورا شدت سره ویجاړې کړي.

شمالي کوریا تر دې وړاندې ویلي وو چې «چوی هیون» کښتۍ په خورا ځواکمنو وسلو سمبال ده او کیم له تېرې میاشتې راهیسې څو ځلې له دغو کښتیو څخه لیدنه کړې ده.

د سویلي کوریا یوه قانون جوړونکي پدې میاشت کې ویلي چې شمالي کوریا د «نامپو» په لویدیځ بندر کې د دریمې داسې جنګي کښتۍ جوړول ګړندي کړي دي."

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو