نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ناټو مشر د چین د وسله والو ځواکونو پراختیا او وده حیرانوونکې وبلله
د ناټو عمومي منشي مارک روټ د جاپان ټایمز سره په مرکه کې وویل: "راځئ چې د چین په اړه ساده فکر ونه کړو." هغه زیاته کړه: "د دوی د وسله والو ځواکونو جوړښت، د دفاعي صنعت په برخه کې پانګونې، او د دفاعي وړتیاوو پراختیا حیرانوونکې ده."
د ناټو مشر د چین د وسله والو ځواکونو پراختیا او وده حیرانوونکې وبلله
NATO's Secretary General Mark Rutte visits the JMSDF's naval base in Yokosuka. / Reuters
 

د ناټو سازمان مشر وویل چې د چین د وسله والو ځواکونو پراختیا او وده حیرانوونکې ده.

هغه دا څرګندونې جاپان  ته د خپل  سفر پر مهال وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو له غړو، چې ډېری یې اروپایي هېوادونه دي، غوښتنه کړې چې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي. په ورته وخت کې، ټرمپ غواړي چې د آسیا-پاسیفیک متحدین خپل پوځونه پیاوړي کړي ترڅو د چین پر وړاندې ودریږي او د شمالي کوریا مخه ونیسي.

روټ وویل: "په زیاتېدونکي ډول، امریکا غواړي چې ناټو په دې سیمه کې زیات دخیل شي. نه د پنځمې مادې په مفهوم کې، بلکې د ځواک ښودلو او د ناټو د غړو ترمنځ د ملاتړ په مفهوم کې."

د ناټو پنځمه ماده دا حکم کوي چې که پر یوه غړي هېواد برید وشي، ټول غړي به دا د ټولو پر وړاندې برید وګڼي او په ګډه به اقدام وکړي. روټ ټاکل شوې وه چې د سه شنبې په ورځ د یوکوسوکا سمندري هډې ته لاړ شي او د جاپان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري، چې د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره لیدنه هم پکې شامله وه.

په وروستیو کلونو کې، ناټو هڅه کړې چې له جاپان، سویلي کوریا، اسټرالیا او نیوزیلینډ سره اړیکې پیاوړې کړي، چې د "IP4" په نوم یادېږي، او د دوی مشران د ناټو په غونډو کې ګډون کوي. روټ تېره اوونۍ جاپان ټایمز ته وویل چې ناټو غواړي دا ملګرتیا یوې نوې کچې ته ورسوي، د معلوماتو شریکولو او د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ زیاتولو له لارې.

هغه وویل: "موږ باید له ګډو اعلامیو هاخوا لاړ شو... راځئ چې دا عملي کړو." دغه هالنډی، چې تېر اکتوبر د ناټو مشر شو، زیاته کړه،  جاپان له اروپایي هېوادونو سره پوځي همکاري زیاته کړې، او تېر نوامبر کې، توکیو او اروپایي اتحادیې د نوې امنیتي او دفاعي ملګرتیا اعلان وکړ.

د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یوې برخې په توګه، چین په دوامداره توګه د ناټو د هغو اقداماتو مخالفت کړی چې د دې اصلي سیمه ییز دفاعي اتحاد له رول څخه بهر دي. بیجینګ د ناټو په آسیا-پاسیفیک کې د ښکېلتیا نیوکه کوي، او وایي چې دا ډول اقدامات سیالي او شخړې رامنځته کوي، سیمه بې ثباته کوي او د هغې سوکالي زیانمنوي.

چین په دوامداره توګه له ناټو غوښتنه کړې چې خپل تمرکز دې په نړیواله سوله، ثبات، او امنیت کې د معنا لرونکو ونډو اخیستلو ته واړوي، پر ځای د دې چې کړکېچونه زیات کړي.

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ