منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو په اړه د احتیاط غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دواړو لورو له لېوالتیا سره سره، "بهرني شرایط" لا هم کولی شي پر مذاکراتو اغېز وکړي.
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو

د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو

د قطر د لومړي وزیر په وینا، د دې هوکړې اصلي هدف د جګړې درول او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوې اډانې رامنځته کول دي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو په اړه د احتیاط غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دواړو لورو له لېوالتیا سره سره، "بهرني شرایط" لا هم کولی شي پر مذاکراتو اغېز وکړي.

آل ثاني د دوشنبې په ورځ الجزیرې ټلویزیون ته وویل: "موږ باید محتاط واوسو، ځکه د ارادې سره سره، داسې بهرني شرایط شته چې ښايي خبرې اترې اغېزمنې کړي."

نوموړي وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستي لاسلیک شوي تفاهم لیک  د جګړې په درولو کې مرسته کړې او د مذاکراتو لپاره یې یو اساس رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه: "دا تفاهم لیک په پاکستان کې د قطر له شریکانو سره د پام وړ هڅو او سیمه ییز ملاتړ په پایله کې ترلاسه شوی دی."

د قطر د لومړي وزیر په وینا، د دې هوکړې اصلي هدف د جګړې درول او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوې اډانې رامنځته کول دي. هغه وویل چې دا تفاهم لیک د مذاکراتو د بهیر لپاره یو "بنسټیز چوکاټ" رامنځته کوي او له امریکا او ایران څخه غواړي چې د پاتې مسایلو د حل لپاره په منظم ډول سره وګوري.

'هیله بښونکی پرمختګ'
آل ثاني په سویس کې د یکشنبې د ورځې د خبرو اترو وړاندې شوی چوکاټ "مثبت" وباله او ویې ویل چې تخنیکي بحثونه لا هم دوام لري.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو لومړۍ مخامخ ناسته د دوشنبې په ورځ وختي د سویس په "بورګنسټاک"  کې پای ته ورسېده.

دا ۱۰۰ دقیقه يي ناسته د دواړو هېوادونو د مخکښو مذاکره کوونکو، د امریکا د ولسمشر مرستیال "جې ډي وانس" او د ایران د پارلمان رئیس "محمد باقر قالیباف" ترمنځ د قطر او پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوه. قطر او پاکستان ویلي چې دا بحثونه په "مثبته او رغنده فضا" کې شوي او په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ایران پر اقتصاد د فشارونو کمولو په لور یې "هیله بښونکی پرمختګ" کړی دی.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه