نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
دا موافقه، چې د پیسو د نړیوال صندوق  د اجرائيه هیئت نهايي منظوري ته پاتې ده، پاکستان ته امکان ورکوي چې د منځني ختیځ د نښتو له امله د تیلو او انرژۍ د لوړو بیو او اکمالاتي ګډوډیو په لړ کې شاوخوا ۱.۲ میلیارد ډالر مالي ملاتړ ترلاسه کړي.
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد

د دغې هوکړې له تصویب وروسته، به پاکستان د بېړني صندوق تر چتر لاندې  شاوخوا ۱ میلیارد ډالر او د بیارغونې او پایښت لرونکې سرچينې  لخوا ۲۱۰ میلیون ډالر د اقلیمي او چاپېریالي اصلاحاتو لپاره ترلاسه کړي.

د دغو نویو مالي مرستو په منظورېدو سره، د دغو دوو پروګرامونو له لارې پاکستان ته د ټولو ورکړل شوو او نغدو شوو پیسو کچه کابو ۵.۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د پیسو نړیوال صندوق وویل چې پاکستان له موجودو سیمه‌ییزو بحرانونو او د انرژۍ له زیانونو سره سره خپل اقتصادي ثبات ساتلی او وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې به د دغه هېواد اقتصادي وده ۳.۶ سلنې ته ورسېږي.

د دغې اداری په وینا، د انرژۍ لوړو بیو او د اکمالاتي لړۍ د رامنځته شوو ستونزو اقتصادي تحرک اغېزمن کړی و، خو له دې سره سره د سپټمبر میاشتې تر پایه د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې کابو ۲۱.۵ میلیارد ډالرو ته پورته شوې دي.

د پیسو نړۍوال صندوق راپور زیاتوي چې د انفلاسیون (انفلاسیوني ټکانونو) بهیر له اوج وروسته په سپټمبر کې ۱۰.۳ سلنې ته راټیټ شوی، مګر د پاکستان له مرکزي بانک  څخه غوښتل شوي چې د نرخونو او بازار د کنټرول لپاره خپلې سختې او دقیقې مالي پالیسۍ روانې وساتي.

دا نوي پورونه او مالي ملاتړ به د پاکستان له بهرنیو اسعارو زېرمو سره مرسته وکړي او اقتصادي بیاپراختیا به په پښو ودرول شي؛ ځکه چې پاکستان اوس مهال د فارس خلیج او د هرمز له تنګي څخه د دغې انرژۍ د لېږد او وارداتو پر مهال له جدي سیمه‌ییزو او تحصيلي خنډونو سره مخ دی.

 

وپلټۍ
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې