نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
د کاناډایي مسلمانانو ملي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ویکټوریا ښار کې د BCMA جومات پر امام له جومات بهر برید شوی دی.
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
جومات

د کاناډا  اسلامي ډله وايي، دا برید "هغه خطر په روښانه توګه رایادوي چې مخ پر زیاتېدونکې اسلاموفوبیا یې هره ورځ زموږ ټولنو ته مخامخ کړی دی.

د کاناډایي مسلمانانو ملي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ویکټوریا ښار کې د BCMA جومات پر امام له جومات بهر برید شوی دی.

د شنبې د ورځې د اعلامیې له مخې، شیخ ابراهیم د پنجشنبې په ماښام له لمانځه وروسته په خپل موټر کې ناست و چې یو کس یې د موټر دروازه په زوره پرانیسته، برید یې پرې وکړ او د اسلاموفوبۍ سپکې سپورې یې ورته وویلې، په شمول د دې چې "خپل هېواد ته دې لاړ شه."

اعلامیې زیاته کړې چې دغې ادارې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له چارواکو سره تماسونه نیولي، ترڅو له پېښې وروسته خوندیتوب او حساب ورکونه ډاډمنه کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "په دې ډول د یوه محترم دیني مشر په نښه کول او پر هغه برید کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. دا همدارنګه هغه خطر په روښانه توګه رایادوي چې مخ پر زیاتېدونکې اسلاموفوبیا یې هره ورځ زموږ ټولنو ته مخامخ کړی دی."

اعلامیې ویلي: "موږ نشو کولی چوپ پاتې شو په داسې حال کې چې دا ډول پېښې په  ټکان ورکوونکي ډول تکرارېږي." اعلامیې په ټولو کچو پر مشرانو غږ کړی چې د مسلمانانو ضد تاوتریخوالی وغندي او د مخ پر زیاتېدونکې کرکې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغې ډلې پر قانون پلي کوونکو بنسټونو غږ کړی چې د دغه برید ټول اړخونه وڅېړي، په ځانګړي ډول دا چې ایا دغه برید د کرکې پر بنسټ و که نه، او ډاډمنه کړي چې مسؤل کس قانون منګولو ته راښکدل شوی دی.

د امام د روغتیايي وضعیت او یا پر بریدګر د احتمالي تورونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ