نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا په چوپه خوله خو په ښکاره د اسرائیل لخوا د غزې  اشغال له پلان څخه ملاتړ کړی دی.
د امریکا د ولسمشر سربیره د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د اسرائیل لخوا د غزې د بشپړ اشغال له پلان څخه ملاتړ ښودلی دی.
امریکا په چوپه خوله خو په ښکاره د اسرائیل لخوا د غزې  اشغال له پلان څخه ملاتړ کړی دی.
/ AP

امریکا په چوپه خوله د اسرائیل لخوا د غزې  اشغال له پلان څخه ملاتړ کړی دی.

امریکا په چوپه خوله د  اسرائیل د غزې د اشغالولو له پلان څخه ملاتړ کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه د اسرائیلي مشرانو په لاس کې ده.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسې د اسرائیل د لومړي وزیر نتنیاهو د غزې د بشپړ اشغالولو له پلان څخه ملاتړ کوۍ ؟ وویل: "دا به په بشپړ ډول د اسرائیل پورې اړه ولري." ټرمپ په اصل کې په چوپه خوله خپل ملاتړ څرګند کړ.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ د کاتولیکو مسیحیانو نشراتي ارګان EWTN سره په مرکه کې وویل چې "په پای کې، هغه څه چې اسرائیل ورته د خپل امنیت لپاره اړتیا لري، د اسرائیل لخوا به وټاکل شي."

دا څرګندونې د اوربند د منځګړیتوب د پخوانیو هڅو څخه د بدلون ښکارندويي کوي. د اسرائیلو لخوا د روغې جوړې د نه کولو له امله د سولې د مذاکراتو د ناکامیدو نه وروسته  د ټرمپ اداره داسې ښکاري چې د اسرائیل د عام وژنې د دوام ورکولو ستراتیژي یې منلې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د جمعې په ورځ د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي سره د لیدنې پر مهال دا پیغام بیا تکرار کړ.

هغه وویل: "موږ غواړو چې حماس نور د بې ګناه اسرائیلي ملکیانو د برید کولو توان ونه لري، او موږ فکر کوو چې دا باید د حماس د له منځه وړلو له لارې ترسره شي."

د جګړې کابینې پرېکړه

د اسرائیل جګړې کابینې د پنجشنبې په ورځ د ځمکني برید لپاره پلانونه وړاندې کړل چې پکې د غزې ښار او یو شمېر کډوالو کمپونه شامل دي، چیرې چې ګمان کیږي یرغمل شوي کسان ساتل کیږي.

د اسرائیلي پوځ لخوا په دې سیمو کې د نوو شړلو غوښتنه شوې، چې د لا زیاتې جګړې د ویرې سبب ګرځېدلی دی.

د نړیوال فشار سره سره  چې پکې د اروپایي او عربي مشرانو لخوا د برید د پراخولو د بیا غور غوښتنې شاملې دي  امریکا په عام ډول د دې مخالفت نه دی کړی.

د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکوف تیره اونۍ د نتنیاهو سره ولیدل. که څه هم د خبرو جزییات نه دي څرګند شوي، دا لیدنه د اسرائیل د پرېکړې څخه مخکې ترسره شوه چې جګړه پراخه کړي.

امریکا اسرائیل ته د غزې لپاره د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې، خو په کلکه د هر هغه تړون مخالفت کوي چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تضمین نه کوي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۴۹ یرغمل شوي کسان په غزه کې پاتې دي، چې پکې ۲۷ داسې دي چې ګمان کیږي وژل شوي دي.

په همدې حال کې، په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکبي د اسرائیلي رژیم دفاع وکړه او د بهرنیو مشرانو نیوکې یې رد کړې.

هغه په ټولنیزو رسنیو ولیکل: " ایا  اسرائیل باید حماس ته تسلیم شي او هغوی ته خواړه ورکړي، سره له دې چې اسرائیلي یرغمل شوي کسان وږي ساتل کیږي؟" هغه د restraint غوښتنې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو تغذیه کولو سره پرتله کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د اسرائیل د غزې ښار د نیولو پرېکړه د یکشنبې پر ځای د شنبې په ورځ وڅیړي.

دپلوماتیکو سرچینو انادولو اژانس ته ویلي چې د بیړنۍ غونډې نیټه بدله شوې ده.

غونډه چې په اصل کې د یکشنبې لپاره ټاکل شوې وه، اوس د اګست په ۱۰مه نیټه د ځایي وخت په ۱۰ بجو ترسره کیږي. د بدلون لپاره کوم دلیل نه دی ورکړل شوی.

سرچینو وویل چې برتانیا، ډنمارک، فرانسه، یونان او سلوانیا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

د اسرائیل د غزې ښار د نیولو د پرېکړې وروسته، غونډه د امنیت شورا د ټولو غړو لخوا تایید شوې پرته له پاناما او امریکا چې اوسني مشران دي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه