اوکراین اعلان کړی دی چې د اروپايي ټولنې د ۱۷۰ میلیاردي ( SAFE ) دفاعي چارو کې د ګډون نه خبر ورکړ.

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو د بلاک د دفاعي سکتور د پیاوړتیا په موخه د ۱۵۰ میلیارده ایرو په ارزښت د اروپا لپاره د امنیتي اقدام د رامنځته کولو لپاره سره په موافقې ورسیدل.

/ Reuters

د اوکراین لومړي وزیر وویل چې اوکراین په رسمي توګه ددې پروګرام غړی هیواد شو.

د اوکراین لومړي وزیر  د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې په ایکس خپور شو، ویلي چې دا پرېکړه به د اوکراین د ګډ دفاعي تدارکاتو هڅو کې د اروپایي اتحادیې سره د یوځای کېدو لپاره مرسته وکړي او د اوکرایني شرکتونو لپاره به د اروپایي رسولو ځنځیرونو کې نوې لارې پرانیزي.

هغه دغه نوښت د اروپایي اتحادیې د غړو هېوادونو او اوکراین د امنیت د پیاوړتیا لپاره "مهم او عاجل" وباله.

هغه  وویل "موږ یو ځای پیاوړي یو." هغه د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسولا فون دیر لاین، پولنډ او نورو اروپایي شریکانو څخه د دوی د دوامداره ملاتړ لپاره مننه وکړه.

تمه کېږي چې دا پروګرام  به د اروپایي اتحادیې په کچه د صنعتي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د پام وړ پورونه برابر کړي، چې د جیوپولیټیکي کړکېچونو زیاتېدو او په وچه کې د امنیتي غوښتنو د ودې په ځواب کې ترسره کېږي.

اروپایي کمیسیون تر اوسه د دې وسیلې د پلي کېدو لپاره د مهال ویش په اړه عامه څرګندونې نه دي کړې.