نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د چین ولسمشر د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د “زوړ ملګري” په توګه یادونه وکړه
د چین ولسمشر شي جینپینګ د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د یو “زوړ ملګري” په توګه هرکلی وکړ.  دواړو مشرانو په بیجینګ کې د خبرو نوې دوره پیل کړه. دا  په داسې حال کې ده چې د امریکا سره کړکېچ زیات شوی.
د چین ولسمشر د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د  “زوړ ملګري” په توګه یادونه وکړه
/ AA

د چین ولسمشر شي جینپینګ د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د یو “زوړ ملګري” په توګه هرکلی وکړ.  دواړو مشرانو په بیجینګ کې د خبرو نوې دوره پیل کړه. دا  په داسې حال کې ده چې د امریکا سره کړکېچ زیات شوی.

پوتین،  شي ته د “ګران ملګري” په توګه خطاب وکړ، وویل چې د مسکو او بیجینګ اړیکې اوس په “بې ساري لوړ کچه” کې  قرار لري.

دواړه مشران په رسمي ډول سره ولیدل او بیا یې د خپلو لوړ پوړو مرستیالانو سره د چای پر مهال خبرې اترې وکړې، چې دا د دوی د شخصي اړیکو اهمیت څرګندوي.

دغه خبرې د دوشنبې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې وروسته وشوې، چې په تیانجین کې ترسره شوه، چیرې چې شي او پوتین د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو سیمه ییزو مشرانو سره ولیدل.

د چهارشنبې په ورځ، شي په بیجینګ کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای د ۸۰مې کلیزې په مناسبت د یوې لویې پوځي پریډ مشري کوي.

پوتین وویل: “موږ تل یو ځای وو، او اوس هم یو ځای یو.” هغه د جاپان د جګړې پر مهال د چین لپاره د شوروي ملاتړ یاد کړ.

د امریکا سره د سوداګرۍ کړکېچ

بیجینګ ادعا کوي چې د اوکراین په جګړه کې بې طرفه دی، خو د لویدیځو بندیزونو سره سره یې د مسکو لپاره د اقتصادي ملاتړ کرښه جوړه کړې ده.

د امریکا چارواکو ځینې چینایي شرکتونه تورن کړي چې د روسیې د پوځي صنعت سره مرسته کوي.

د شانګهاری سازمان غونډې هم د بدلونونو په حال کې اړیکې روښانه کړې: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په هند باندې لګول شوي تعرفې د نوي ډیلي اړیکې مسکو او بیجینګ ته نږدې کړې، که څه هم مودي د چین په پریډ کې د ګډون څخه ډډه وکړه.

د خپل دوه اړخیزې غونډې مخکې، شي او پوتین د منګولیا ولسمشر خورلسوخ اوخنا سره درې اړخیزه ناسته وکړه، چې هیواد یې د چین او روسیې ترمنځ ستراتیژیک موقعیت لري.

پوتین ټینګار وکړ چې درې واړه هیوادونه “ښه ګاونډیان” دي چې ګډې ګټې لري.

منګولیا په ۲۰۲۴ کال کې نړیوال پام ځانته واړاوه کله چې یې د پوتین د نیولو لپاره د نړیوالې جنایي محکمې غوښتنې ته پام ونه کړ، د هغه د دولتي سفر پر مهال.

وپلټۍ
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
د تورکیې د F-35 الوتکو پر ضد د یوناني لابي د کمپاین تر شا د امنیت نمایشي څېره
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه