نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاتل ښار کې د خوړو په یوه مېله (فیسټیوال) کې د وسله وال برید له امله ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول

د بریدګر د برخلیک په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاتل ښار کې د خوړو په یوه مېله (فیسټیوال) کې د وسله وال برید له امله ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د سیاتل د اور وژنې ادارې ویاندې "ګریس نونیز" اعلان وکړ چې وسله وال برید د سیاتل د مشهور کتنځای "سپیس نیډل"ته نږدې د "بایټ آف سیاتل"  په نوم د خوړو په مېله کې د ځايي وخت په مازیګر شاوخوا ۶:۰۰ بجې وشو.

نوموړې وویل چې ۲ کسان په پېښه ځای کې وژل شوي او د یوه نازک حالت لرونکي په ګډون ۵ نور ټپیان د "هاربورویو روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
له خبر ترلاسه کولو وروسته سیمې ته په زیات شمېر کې پولیس او د لومړنیو مرستو ډلې ورسېدې او د مېلې شاوخوا سیمه له خلکو خالي کړل شوه. تر اوسه دا نه ده معلومه چې شکمن بریدګر نیول شوی او که نه.

د واشنګټن ایالت والي "باب فرګوسن" خبر ورکړ چې د ایالتي ګزمې د ځانګړو عملیاتو ټیمونه له سیمه ییزو پولیسو سره د مرستې لپاره سیمې ته استول شوي دي. فرګوسن وویل: "زما دعاګانې د قربانیانو له کورنیو او هغو منسوبینو سره دي چې د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره هڅې کوي."

د یادونې وړ ده چې دغه دودیزه درې ورځنۍ مېله لومړی ځل په ۱۹۸۲ کال کې پیل شوې او هر کال نږدې ۳۵۰ زره کسان پکې ګډون کوي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی