نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان د هند لخوا اندوس د اوبو د تړون د ځنډولو له امله ملګروملتونو مشر سره خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د هند لخوا د سند اوبو تړون د ځنډولو موضوع راپورته کړه.
پاکستان د هند لخوا اندوس د اوبو د تړون د ځنډولو له امله ملګروملتونو مشر سره خبرې وکړې.
/ Reuters
 

پاکستان د هند لخوا اندوس د اوبو د تړون د ځنډولو له امله ملګروملتونو مشر سره خبرې وکړې.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د هند لخوا د سند اوبو تړون د ځنډولو موضوع راپورته کړه.

ډار، چې د پاکستان مرستیال صدراعظم هم دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډو او د امریکایي چارواکو سره په دوه اړخیزو خبرو کې د ګډون لپاره د اتو ورځو لپاره امریکا ته سفر کړی دی.

د دې لیدنې په ترڅ کې، هغه د پاکستان لپاره د ملي او سیمه‌ییز اهمیت څو کلیدي موضوعات وڅیړل، چې پکې د کشمیر شخړه، د سند اوبو تړون سرغړونه، او هغه څه چې هغه "د بهر څخه تمویل شوې ترهګري" وبلله، شامل وو.

هند په اپرېل کې د دې اوږدمهاله اوبو شریکولو تړون وروسته له هغې وځنډاوه چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې په یوه برید کې نامعلومو وسله‌والو ۲۶ سیلانیان ووژل.

ډار د کشمیر د شخړې د "عادلانه" حل غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو سره سم وي، او د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره یې د ګوتریش "مشرتابه او صادقانه هڅې" وستایلې.

هغه د فلسطین د دولت د ملاتړ په برخه کې د پاکستان قوي ژمنتیا بیا تکرار کړه، په اشغال شوي لویدیځې غاړې کې یې د اسرائیلو تېری وغنده، او په غزه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې، ډار د څو اړخیزې همکارۍ او د نړیوالو ننګونو په حل کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته د پاکستان ژمنتیا تایید کړه.

هغه د اسلاموفوبیا په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستي ټاکل کېدو هرکلی وکړ او د مذهبي زغم پر وړاندې د نړیوالو هڅو لپاره د پاکستان ملاتړ ژمنه وکړه.

له بلې خوا، ګوتریش د امنیت شورا کې د پاکستان فعالې ونډې او ډیپلوماتیکو نوښتونو ستاینه وکړه.

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ