په اوسلو کې د امریکا په سفارت چاودنه شوې ده
د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د یوې چاودنې له امله ولړزېد. د اوسلو پولیسو ویلي چې په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی او د چاودنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.
پولیس وایي چې هغوی له سفارت سره په اړیکه کې دي او اوس د بناء شاوخوا سیمه په خوندي ګڼل کیږي.
د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د یوې چاودنې له امله ولړزېد. د اوسلو پولیسو ویلي چې په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی او د چاودنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، چاودنه د شپې شاوخوا یوه بجه رامنځته شوې او د ودانۍ یوې دروازې ته یې یوازې "لږ مالي زیان" اړولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پېښې په ځای کې پلټونکې ډلې د سپیو، بې پیلوټه الوتکو او چورلکو په مرسته د "یو یا ډیرو احتمالي عاملینو" په لټه کې دي.
"پولیس په عامه ځایونو کې دا ډول پېښې خورا جدي نیسي او دا قضیه د پام وړ سرچینو او لوړ لومړیتوب سره څېړي."
د پولیسو یوه چارواکي، مایکل ډیلیمیر، TV2 تلویزیون ته ویلي چې د څېړنو د لومړني پړاو له امله به "د زیان د ډول، د چاودېدونکو توکو او ورته نورو جزئیاتو" په اړه تبصره ونه کړي.
وروسته ډیلیمیر TV2 ته په یوه بله وینا کې وویل چې پولیس "د پېښې د لامل په اړه یو نظر لري" او زیاته یې کړه، "زموږ په اند، داسې ښکاري چې دا د چا لخوا ترسره شوی عمل دی."
دغه چارواکي وویل چې د څېړنو په ترڅ کې له عیني شاهدانو سره خبرې شوي دي. TV2 دا هم راپور ورکړی چې د بمونو شنډولو ډله د پېښې په ځای کې وه.
پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه له سفارت سره په اړیکه کې دي او له چاودنې څو ساعته وروسته د ودانۍ شاوخوا سیمه د اوسیدونکو او لارویانو لپاره "خوندي" ګڼل شوې ده.
پولیسو له خلکو غوښتي چې د شپې له دولسو بجو څخه تر دوو بجو پورې په سیمه کې د هر ډول شکمنو فعالیتونو یا لیدنو په اړه معلومات ورکړي.
درې چاودنې اورېدل شوي
په ایران باندې د امریکا د پوځي بریدونو له امله په منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونه په لوړ چمتووالي کې وو، او د تهران لخوا پر صنعتي او ډیپلوماتیکو اهدافو د ځوابي بریدونو په پایله کې ځینې استازولۍ له بریدونو سره مخ شوې وې.
خو ډیلیمیر وویل، تر اوسه داسې نښې نشته چې د اوسلو په سفارت کې پېښه دې له دې شخړې سره تړاو ولري.
هغه وویل: "موږ دا له شخړې سره نه تړو. د دې لپاره لا ډېر وختي دی."
د سفارت سره نږدې ځینو اوسیدونکو هم ویلي چې د چاودنې غږ یې اورېدلی دی.
یوه ۱۶ کلن ځوان چې یوازې د اډوارډ په نوم یاد شوی، TV2 ته ویلي چې د چاودنې پر مهال یې تلویزیون کاته.
هغه وویل: "ما او مور مې لومړی فکر وکړ چې غږ زموږ له کور څخه راغی، موږ شاوخوا وکتل، خو بیا مو له کړکۍ څخه بهر رڼاګانې او ډېر پولیس ولیدل."
هغه زیاته کړه: "د پولیسو سپي، بې پیلوټه الوتکې، په اتوماتیکو وسلو سمبال پولیس او په هوا کې چورلکې وې."
د دریو ملګرو یوې ډلې ویلي چې د چاودنې پر مهال یې سفارت ته نږدې ټکسي ته انتظار کاوه.
کریسټین وینډلبورګ اینونګ وویل: "موږ د دریو چاودنو غږونه واورېدل چې ځمکه یې ولړزوله."
دې ډلې وویل، وروسته له هغه چې په ټکسي کې سپاره شول، د پېښې له ځایه تېر شول او ویې لیدل چې د سفارت مخې ته کوڅه په لوګي پوښل شوې وه.
"موږ له پولیسو مخکې هلته ورسېدو. د لوګي څادر ډېر عجیب و. دا د یوې ګڼې لړې په څېر و."