په ۲۰۲۴ کال کې د اسرائیلو څخه د تلونکو کسانو شمېر له هغو کسانو څخه ډېر و چې هېواد ته راغلي دي.

د احصایې د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۹ زره اسرائیلیان له هېواده وتلي دي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

/ TRT World

په ۲۰۲۴ کال کې د اسرائیلو څخه د تلونکو کسانو شمېر له هغو کسانو څخه ډېر و چې هېواد ته راغلي دي.

تیر کال د اسرائیلو څخه د وتلو شمیره د نویو راغلو کسانو په پرتله ډیره وه.

د احصایې د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۹ زره اسرائیلیان له هېواده وتلي دي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. دا لېږد په داسې حال کې رامنځته شوی چې تل‌ابيب د فلسطین په غزه کې خپل روان نسل ‌وژونکی جنګي یرغل ته دوام ورکوي.

ادارې د وتلو دلیل نه دی څرګند کړی، خو د اسرائیلي رسنیو پخواني راپورونه دا د سیمې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل بللی و.

د رسمي شمیرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵۵ زره او ۳۰۰ اسرائیلیان کډوال شول، په داسې حال کې چې یوازې ۲۷ زره کسان بېرته راستانه شوي یا اسرائیل ته تللي وو.