د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د اردن او بیت المقدس لپاره کلیسا مشر: اسرائیل په غزه کې د لوږې نه د وسلې په توګه کار اخلي
د اردن او بیت المقدس لپاره  د اوانجیلیک لوتران کلیسا د اسرائیلو لخوا په غزې د محاصرې په اړه سخت غبرګون وښود او اسرائیل لخوا له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل يي وغندل او وویل چې  اسرائیل  د فلسطینیانو نسل وژنه ګړندۍ کړې ده .
د اردن او بیت المقدس لپاره کلیسا مشر: اسرائیل په غزه کې د لوږې نه د وسلې په توګه کار اخلي
/ Others

د اردن او بیت المقدس لپاره  د اوانجیلیک لوتران کلیسا د اسرائیلو لخوا په غزې د محاصرې په اړه سخت غبرګون وښود او اسرائیل لخوا له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل يي وغندل او وویل چې  اسرائیل  د فلسطینیانو نسل وژنه ګړندۍ کړې ده .

د یادې شوې کلیسا اسقف ساني ابراهیم عازر ویلي چې نړۍ په غزه کې د "ټولیزې لوږې" شاهده ده، ځکه چې د میاشتو راهیسې محاصرې په لویه پيمانه  د بشري مرستو لاسرسی بند کړی دی. "د هرو پنځو ماشومانو څخه یو د  سخت خوارځواکي سره مخ دي، او ۱۱۳ فلسطینیان، چې ۸۱ یې ماشومان دي، د لوږې له امله مړه شوي دي، یوازې په تېرو څو ورځو کې لسګونه کسان مړه شوي دي،"

هغه د یوناني ارتودوکس پاتریارک تئوفیلس درېیم او د لاتین پاتریارک کارډینال پیرباتیسټا پیزابالا د عیني شاهدانو څرګندونې یادې کړې، چې ولیدل یې چې اړینې  کورنۍ د یوې ټوټې ډوډۍ لپاره په لمر کې ساعتونه انتظار کوي.

عازر وویل چې مرستې په ګودامونو کې پرته دي، یوازې څو کیلومتره  لرې د هغو خلکو څخه چې په سخت حالت کې قرار دي.

هغه دغه بحران د "انسان جوړ شوی قحطۍ" په توګه یاد کړ چې جبران نا پذیرې کچې ته رسېدلی دی، او له حکومتونو، د دیني مشرانو او نړیوالو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې چوپتیا ماته کړي او د محاصرې د پای ته رسولو، د مرستو خوندي رسولو او د سمدستي اوربند د عملي کولو لپاره اقدام وکړي.

"په کړاوونو چوپتیا د وجدان خیانت دی... موږ بې پروا پاتې کېدای نشو،"  پاتریارکانو خبرې یې تکرار کړې.

بیان د غزې د لوږو، ناروغانو او بې ځایه شویو لپاره په دعا سره پای ته رسېږي، او د عدالت غوښتنه کوي: "موږ ته نن ورځ زموږ ورځنۍ ډوډۍ راکړئ... موږ د سمدستي اوربند، د دې نسل وژنې د پای ته رسولو او زموږ په سیمه کې د عدالت غوښتنه کوو."

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ