نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
د خیبرپښتونخوا چارواکو انادولو اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی دی.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی / AA

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
چارواکي وايي، بریدګرو د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له دغه مرکز سره جنګولی دی.

د ډېره اسماعیل خان ښار یوه اوسېدونکي وویل چې درنې ډزې روانې دي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

چارواکو انادولو اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی دی.

د ملکي او پولیسو ادارې سرچینو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې وسله وال له پولیسو سره د ډزو له تبادلې وروسته مرکز ته ننوتلي دي.

یوه پولیس چارواکي انادولو اژانس ته د ټیلیفون له لارې وویل: "ترهګرو د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وکړ، او یو شمېر یې مرکز ته په ننوتلو بریالي شول. خو پولیسو ورسره نښته پیل کړې او د ډزو تبادله لا هم روانه ده. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته."

یوه بل چارواکي انادولو ته وویل: "دا یو ځانمرګی برید و. بریدګرو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له اصلي دروازې سره وجنګاوه او مرکز ته په ننوتلو بریالي شول."

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "موږ سیمې ته اضافي پولیس استولي او د پوځ سرتېري هم را رسېدلي دي. درنې ډزې روانې دي، خو د تیارې له امله د سیمې دقیق وضعیت لا هم روښانه نه دی."

د ډېره اسماعیل خان ښار یوه اوسېدونکي وویل چې درنې ډزې روانې دي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د وضعیت د کنټرول لپاره، د بمونو د خنثی کولو ډلې په ګډون د پولیسو یوه لویه قطعه روزنیز مرکز ته استول شوې ده.

 

وپلټۍ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی