نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د ملګرو ملتونو مشر او سوریې ولسمشر د سیاسي انتقال او سیمه ییز همکارۍ په اړه خبرې اترې کوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سوریې د سیاسي انتقال په اړه خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو مشر او سوریې ولسمشر د سیاسي انتقال او سیمه ییز همکارۍ په اړه خبرې اترې کوي
احمد الشرع / Reuters
 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سوریې د سیاسي انتقال په اړه خبرې وکړې.

د ملګروملتونو د سرمنشي دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ګوتریش پدې لیدنه کې ټینګار وکړ چې د دې بهیر د پرمخ وړلو لپاره پراخ ګډون او ټول شموله خبرې اترې اړینې دي.

په بیان کې زیاته شوې: "سرمنشي د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ اهمیت هم په ډاګه کړ" او د ۱۹۷۴ د بېلتون تړون د سرغړونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.

سرمنشي او الشرع د ملګرو ملتونو او سوریې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅیړلې او د منځني ختیځ د پرمختګونو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

بشار الاسد، چې د نږدې ۲۵ کلونو لپاره د سوریې مشر و، تېر ډسمبر روسیې ته وتښتېد، چې د بعث ګوند واکمني یې پای ته ورسوله، کوم چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې و.

د الشرع نوې انتقالي اداره په جنورۍ کې جوړه شوه. الشرع د ۱۹۶۷ کال راهیسې لومړنی سوریایي ولسمشر شو چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړه.

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ