نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
د شنبې ورځې د هغو لاریونونو په درشل کې چې د انتخاباتي بې‌نظمیو پر سر د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا لپاره ترسره کېږي، د جمعې پر ورځ د هند په پلازمېنه کې زرګونه پولیس او نیمه پوځي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي

د هند د ټاکنو کمېسیون  لخوا د انتخاباتي لېسټونو د «ځانګړي او جدي تعدیل» په پيلېدو سره روانه میاشت مظاهرې توندې شوې دي. کمېسیون وايي چې د دې پروسې موخه د هغو نومونو لېرې کول دي چې دوه ځلې یا په تېروتنې درج شوي دي.

مګر مخالف ګوندونه او کره کتونکي ادعا کوي چې دا پروسه د عامو رایه ورکوونکو د بې‌برخې کولو او د موجود لومړي وزیر  نرېندرا مودي د واکمن ملتپال ګوند (BJP) په ګټه ترسره کېږي.

په نوي ډیلي کې د اعتراضونو لړۍ د کانګرس ګوند مخکښ لېډر راهول ګانډي (Rahul Gandhi) په ګډون مهم مشران د ځان خوا ته راکاږلي دي؛ نوموړی په روانه اونۍ کې د لاریونونو پر مهال د لنډ وخت لپاره د پولیسو لخوا نیول شوی هم و.

اعتراض کوونکي، چې د ځوانانو تر مشرۍ لاندې «کاکروچ جنتا پارټۍ»  د بهیر غړي هم پکې شامل دي، د شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې د عامه ائتلاف او ستر لاریون نندارې ته د راوتلو غوښتنه کوي.

په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راهول ګانډي او نور سیاسي مشران تمه درلوده چې د جمعې په ورځ وروسته له ولسمشرې دروپادي مورمو  سره وګوري ترڅو د ټاکنو کمېسیون د مشر ګیانیش کومار  رسمي شکایت ورته وکړي. د هند د ټاکنو خپلواک کمېسیون، چې د اساسي قانون پر بنسټ جوړه ادارې ده، ټول دا تورونه رد کړي دي. 

د «پریس تراسټ آف انډیا» د راپور له مخې، د دغو مظاهرو په درشل کې له ۲۰,۰۰۰ ډېر پولیس او نیمه پوځي سرتېري په پلازمېنه کې ځای پر ځای شوي دي. د فرانس پرېس خبري اژانس زیاتوي چې د ښار پر مهمو سړکونو درانه زېړ فلزي خنډونه ځای پر ځای شوي دي ترڅو د لاریونونو ساحې «جنتر منتر» (Jantar Mantar) ته لاره محدوده کړي. پولیسو په یاده سیمه کې د اعتراضونو لاریون ته اجازه نه ده ورکړې.

«کاکروچ جنتا پارټۍ» چې د مې په میاشت کې د یوه طنزیه سیاسي بهیر په توګه په انټرنیټ کې رامنځته شوه، تر دې دمخه یې په جنتر منتر کې هغسې لاریونونه رهبري کړي وو چې د هماغه وخت د پوهنې وزیر یې له دندې ګوښه کېدو ته مجبور کړی و.

دغې ډلې د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د لاریون او جنتر منتر خوا ته د حرکت بلنه ورکړې ده. نوموړي حرکت ادعا کړې چې پولیسو یې انفرادي رضاکاران نیولي دي؛ مګر پولیسو د دغو ادعاوو ځواب نه دی ورکړی. د دغه بهیر فعال سوراو داس پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: «د ډیلي پولیس د واکمن بی جي پي ګوند د شخصي ملیشې په توګه عمل کوي.»

 

وپلټۍ
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»