نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د جرمني لومړی وزیر : د سرتېرو له کمولو سره سره، امریکا د جرمني "تر ټولو مهمه شریک" دی
د جرمني لومړي وزیر، فریډریک ميرز ویلي چې "امریکا په ناټو کې د جرمني تر ټولو مهم شریک دی او پاتې به شي." هغه په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: "موږ یو ګډ هدف لرو: ایران ته باید اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي."
د جرمني لومړی وزیر : د سرتېرو له کمولو سره سره، امریکا د جرمني "تر ټولو مهمه شریک" دی
د جرمني لومړی وزیر : د سرتېرو له کمولو سره سره، امریکا د جرمني "تر ټولو مهمه شریک" دی / Reuters

د جرمني لومړي وزیر  یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره سره، امریکا په ناټو کې د ده د هېواد تر ټولو مهم ملګری پاتې کیږي.

د جرمني لومړي وزیر، فریډریک ميرز ویلي چې "امریکا په ناټو کې د جرمني تر ټولو مهم شریک دی او پاتې به شي." هغه په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: "موږ یو ګډ هدف لرو: ایران ته باید اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي."

دا څرګندونې د واشنګټن او برلین ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې کېږي؛ وروسته له هغه چې ميرز په دې وروستیو کې پر امریکا نیوکه وکړه چې د ایران په جګړه کې د "وتلو ستراتیژي" نه لري او دا یې هم وویل چې د خبرو اترو پر مهال امریکایان د ایران د رژیم له خوا "سپک او ذلیل" شوي دي.

ميرز د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا به دا مهال په جرمني کې "ټوماهاک" (Tomahawk) کروز توغندي ځای پر ځای نه کړي، هغه ټینګار وکړ چې دا پرېکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د ده له نیوکو سره هیڅ تړاو نه لري.

"د ځواکونو کمول"

ميرز د جرمني له دولتي شبکې "ARD" سره په خبرو کې وویل: "امریکایان دا مهال د ځان لپاره هم کافي (تجهیزات) نه لري. په واقعي مانا، دا هیڅ امکان نه لري چې امریکا د داسې ډول وسلو سیسټمونه چمتو کړي."

د شنبې په ورځ، ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکا په جرمني کې د خپلو سرتېرو د حضور د کمولو پلان لري، چې دا د ځواکونو د کمولو د پخوانۍ پرېکړې په دوام کې ده. ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته د دې اقدام په اړه وویل: "موږ به د سرتېرو شمېر ډېر کم کړو او دا کموالی به له ۵۰۰۰ سرتېرو څخه ډېر زیات وي."

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"