د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې اسرائیلو په غزه کې ددوې د پرسونل په استوګنځای ۳ ځلې بریدونه کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې اسرائیلي ځواکونو ددوې د پرسونل پر استوګنځایونو د بریدونو سربیره  ددوې  کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي نیولي هم دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې اسرائیلو په غزه کې ددوې د پرسونل په استوګنځای ۳ ځلې بریدونه کړي.
/ AA

 د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې اسرائیلو په غزه کې ددوې د پرسونل په استوګنځای ۳ ځلې بریدونه کړي.

د اسرائیلي ځواکونو په غزه کې درې ځله د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کارکوونکو په استوګنځای او د دې سازمان  پر مرکزي ګودام برید کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې اسرائیلي ځواکونو ددوې د پرسونل پر استوګنځایونو د بریدونو سربیره  ددوې  کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي نیولي هم دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رئیس، ټیډروس ادهانوم ګبریسیوس، د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې بریدونه د دیر البلح په سیمه کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د  کارکوونکو د استوګنځای پر وړاندې ترسره شوي دي.

هغه وویل: " اسرائیلي پوځیان د ودانۍ دننه ننوتل، ښځې او ماشومان یې اړ کړل چې د جګړې په منځ کې د المواسي په لور په پښو لاړ شي."

ټیډروس زیاته کړه چې نارینه کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي یې په لاسونو تړلي، جامې یې ترې ایستلي، په ځای کې پوښتنې ترې کړې او د ټوپک په زور یې تلاشي کړي دي. هغه وویل چې دوه د روغتیا نړۍوال سازمان  کارکوونکي او دوه د کورنۍ غړي نیولي دي.

هغه وویل چې درې کسان وروسته خوشې شول، خو یو کارکوونکی لا هم په بند کې دی. هغه زیاته کړه چې ۳۲ د روغتیا د نړۍوال سازمان  کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي هغه وخت د روغتیا نړۍوال سازمان  دفتر ته انتقال شول کله چې د لاسرسي امکان پیدا شو.

هغه وویل: د روغتیا نړۍوال سازمان   د نیول شویو کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو او د ټولو کارکوونکو د ساتنې غوښتنه کوي."

د اوربند اړتیا

ټیډروس د دیر البلح په سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو د وروستي تخلیې امر په اړه د اندېښنې په څرګندونو سره  وویل چې دا د اقدام د روغتیا نړۍوال سازمان په فعالیتونو جدي اغېز کړی دی، چې په غزه کې د دې ادارې د فعالیت وړتیا یې زیانمنه کړې او د روغتیايي سیستم د بشپړ سقوط لامل ګرځېدلی دی.

هغه یادونه وکړه: "د روغتیا نړۍوال سازمان  مرکزي ګودام چې په دیر البلح کې موقعیت لري، د تخلیې په سیمه کې دی او پرون هغه وخت زیانمن شو کله چې بریدونو وروسته دننه پکې  چاودنې او اور لګیدنه رامنځته شوه."

هغه وویل روغتیا نړۍوال سازمان  په عاجله توګه د غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې په غزه کې د طبي توکو د دوامداره او منظم جریان ډاډ ترلاسه کړي،" هغه ټینګار وکړ چې د روغتیا نړۍوال سازمان  د عملیاتو زیانمنول په غزه کې د روغتیايي ځواب ټول سیستم فلج کوي.

هغه زیاته کړه: "اوربند یوازې اړین نه دی، بلکې ډېر ځنډېدلی هم دی."

په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه

اسرائیل نږدې ۵۹,۰۰۰ فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په دې محاصره شوې سیمه کې وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

کارپوهان بیا باور لري چې د مرګ ژوبلې اصلي شمېر د غزې چارواکو له راپورونو څخه ډېر زیات دی، او اټکل کوي چې دا شمېر ښايي شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسېږي.

د دې نسل وژنې په ترڅ کې، اسراییل د دې محاصره شوې سیمې ډېره برخه ویجاړه کړې او د دې ټول نفوس یې په عملي توګه بې ځایه کړی دی.

همدارنګه، اسراییل د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیولې ده، او یوازې یې د امریکا ملاتړ لرونکي یوه لانجمنه مرستندویه ډله پرېښې ده چې د ملګرو ملتونو د مرستو کارونه یې له پامه غورځولي او د "مرګ دام" په توګه غندل شوې ده.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی