نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان د پوځ مشر هند په پوله کې په یوې خصمانه او تورتم اجنډا او پلان جوړولو تورن کړ.
د پاکستان د پوځ مشر مارشال سید عاصم منیر ویلي دي ، هند د مې په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په مخامخ نښته کې د شرم نه ډکې ماتې خوړولو  نه وروسته د اسلام آباد پر وړاندې یې دښمنانه هڅې زیاتې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مشر هند په پوله کې په یوې خصمانه او تورتم اجنډا او پلان  جوړولو تورن کړ.
/ Reuters

د پاکستان د پوځ مشر هند په پوله کې په یوې خصمانه او تورتم اجنډا او پلان په جوړولو تورن کړ.

د پاکستان د پوځ مشر مارشال سید عاصم منیر ویلي دي ، هند د مې په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په مخامخ نښته کې د شرم نه ډکې ماتې خوړولو  نه وروسته د اسلام آباد پر وړاندې یې دښمنانه هڅې زیاتې کړې دي.

عاصم منیر دا څرګندونې په  راولپنډۍ  کې جوړې شوې د ۲۷۱ قول اردو قوماندانانو په غونډه کې وکړې. هغه وویل هند د پاهلګام پېښې  په پلمه "د پاکستان پر وړاندې د مستقیمې تېري د ښکاره ماتې وروسته ، اوس د خپلو شومو موخو د پرمخ وړلو لپاره د فتنه الخوارج او فتنه الهندستان له لارې خپلې هڅې دوه برابره کړې دي."

د هغه څرګندونې د مې میاشتې د سرحدي نښتو ته اشاره کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوې حملې وروسته رامنځته شوې وې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ کسان وژل شوي وو.

راپورونه وايي چې په دې پېښو کې د څو اونیو لپاره توغندي تبادله شوي وو. د عاصم منیر د څرګندونو په اړه د نوي ډیلي له خوا تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

په دې غونډه کې، عاصم منیر او لوړپوړو قوماندانانو د هېواد د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ او وروستیو عملیاتو په اړه خبرې وکړې، چې پوځ وویل د وسله والو ډلو پر وړاندې یې "بریاوې ترلاسه کړې دي." مشرتابه ژمنه وکړه چې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره به "پریکنده او هر اړخیز اقدامات" ترسره کړي.

فیلډ مارشال همدارنګه قوماندانانو ته د ایران، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل، چې ډېری یې د وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځای ترسره شوي وو.

عاصم منیر د نوو ګواښونو د مقابلې لپاره د ملي یووالي د پیاوړتیا او د کورنیو وړتیاوو د جوړولو غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ