نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا د تکساس په ایالت کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۸۲ ته لوړه شوه
په ټکساس کې ژغورونکي د وخت پر وړاندې مبارزه کوي ترڅو هغه لسګونه ورک شوي کسان، چې په ناڅاپي سېلابونو کې لادرکه شوي، ومومي. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي، چې په کې ماشومان هم شامل دي.
د امریکا د تکساس په ایالت کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۸۲ ته لوړه شوه
/ AP

د امریکا د تکساس په ایالت کې د زورورو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۸۲ تنو ته لوړه شوه.

 په ټکساس کې ژغورونکي د وخت پر وړاندې مبارزه کوي ترڅو هغه لسګونه ورک شوي کسان، چې په ناڅاپي سېلابونو کې لادرکه شوي، ومومي. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي، چې په کې ماشومان هم شامل دي. د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د نورو  سیلابونو احتمال هم ډیر زیات دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به ښایي د جمعې په ورځ د دې جنوبي ایالت لیدنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د دې اندېښنو پروا ونه کړه چې د هغه د ادارې پراخې بودیجې کمښتونه د هوا پېژندنې او اړوند فدرالي ادارو لپاره د ځايي خبرداري سیستمونه کمزوري کړي دي.

پر ځای یې ټرمپ دغه ناڅاپي سېلابونه د "سل کلنې پېښې" په توګه یاد کړل چې "هیچا یې تمه نه درلوده."

د ټيکساس په مرکزي برخه کې د کر کاونټي په سخت ځپل شوې سیمه کې لږ تر لږه ۴۰ لویان او ۲۸ ماشومان وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو د مشر  لاري ليته په وینا، په په نږدې سیمو کې لږ تر لږه لس نور کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د ټکساس د عامه خوندیتوب مشر فریمن مارټین په یوه خبري کنفرانس کې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه خبرداری ورکړ."

د ټکساس والي ګریګ ایبټ وویل: "په ټول ایالت کې، په هغو سیمو کې چې سېلابونه اغېزمن کړي، ۴۱ کسان ورک دي."

په داسې حال کې چې پوښتنې راپورته شوې چې ولې خبرداري ژر نه وو ورکړل شوي یا خلک مخکې له مخکې نه وو ایستل شوي. ټرمپ وویل چې دا وضعیت د "بایډن یوه دسیسه" وه.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: "دا زموږ د ادارې ترتیب نه و،" او زیاته یې کړه چې هغه به د ملي هوا پېژندنې ادارې کارکوونکي بېرته په دنده ونه ګماري.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا هغه به د فدرالي بیړني مدیریت ادارې  د ختمولو پلان بدل کړي، هغه ځواب ورکړ: "د فیما په اړه وروسته خبرې کولای شو."

ټرمپ، چې مخکې یې ویلي و چې د طبیعي پېښو مرستې باید د ایالت په کچه ترسره شي، د ټکساس لپاره یې د لویې طبیعي پېښې اعلامیه لاسلیک کړه چې د دې ایالت لپاره یې سرچینې آزادې کړې.

ورکې شوې نجونې

په مرکزي ټيکساس کې، شاوخوا ۱۷ هیلیکوپټرونه د ورک شویو کسانو په لټه کې بوخت دي، چې په کې لس نجونې او د یوې سیند غاړې د مسیحي دوبي کمپ یوه مشاوره شامله ده. په دې کمپ کې شاوخوا ۷۵۰ کسان اوسېدل کله چې دا پېښه رامنځته شوه.

د ویلو ده د راوتلو سیلابونو له امله ددې کمپ ډیری خوني د اوبو لاندې شوې.

په کمپ کې کمپلې، د ماشومانو لوبې او نور سامانونه په خټو کې ککړ وو. د کوټو کړکۍ ماتې وې، چې ښایي د اوبو د فشار له امله ماتې شوې وې.

د ملي هوا پېژندنې ادارې  د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ورو ورو خوځېدونکي طوفانونه د مرکزي ټکساس په لمده ځمکه کې د نورو ناڅاپي سېلابونو ګواښ کوي.

والي ایبټ خبرداری ورکړ چې شدید باران به د کر ویل او شاوخوا سیمو کې "د ناڅاپي سېلابونو لامل شي،" او چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د سیند او د هغې د خوړونو نږدې ته لاړ نه شي.

سېلابونه د جولای د څلورمې د رخصتۍ په پیل کې هغه وخت پیل شول کله چې د څو میاشتو باران په څو ساعتونو کې وورېد، چې ډېره برخه یې د شپې په مهال وه، کله چې خلک ویده وو.

د ګوادالوپ سیند په یوازې ۴۵ دقیقو کې شاوخوا ۲۶ فټه (اته متره) لوړ شو، چې د دوه پوړیزې ودانۍ څخه زیات دی.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ