نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د "ګډ ولسي عمل کمېټې پلویانو، چې د حکومت ضد یو خوځښت دی او د اقتصادي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي، هوډ کړی و چې خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې ځايي حکومت څو ورځې وړاندې دا ډله د تروریزم ضد قوانینو له مخې بنده کړه.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول

په دغو خونړیو نښتو کې څلور پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي. دا نښتې وروسته له هغه وشوې چې امنیتي ځواکونو د یوې نوې منع شوې ډلې د پلویانو مخه ونیوله، چې د اقتصادي او حکومتي اصلاحاتو غوښتنه یې کوله.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې منع شوې فعالې ډلې د غړو ترمنځ نښتو کې اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د "ګډ ولسي عمل کمېټې" (JAAC) پلویانو، چې د حکومت ضد یو خوځښت دی او د اقتصادي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي، هوډ کړی و چې خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې ځايي حکومت څو ورځې وړاندې دا ډله د تروریزم ضد قوانینو له مخې بنده کړه.

د راولاکوټ ښار لوړپوړي ملکي چارواکي، کمیشنر سردار وحید فرانس پریس اژانس (AFP) ته ویلي چې په تازه نښتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. بل خوا، پولیسو په یوه بیان کې تایید کړې چې په دې پېښه کې څلور پولیس افسران وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو وویل چې د یکشنبې په ورځ د JAAC مرکزي دفتر و تړل شو او په مظفراباد کې، چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر تر ټولو لوی ښار دی، پر لویو غونډو بندیز ولګول شو.

د فرانس پریس خبري اژانس د خبریال په وینا، نن د دوشنبې په ورځ په مظفراباد کې بازارونه خلاص وو، خو امنیتي ځواکونه په ښار کې ګزمې کوي. دا وروسته له هغه چې د اونۍ په پای کې اوسېدونکي هټیو ته ورغلل ترڅو د احتمالي لاریونونو او کاربندیزونو لپاره خوراکي توکي زېرمه کړي.

د JAAC غړو پر دوی باندې د "تروریستي" ډلې نوم اېښودل "ظلم" بللی او وايي چې دوی د خپلو مشروع اقتصادي او سیاسي حقونو لپاره مظاهرې کوي. چارواکو تایید کړې چې د تېرې اونۍ په پای کې یې د دې ډلې له ۷۰ څخه ډېر غړي نیولي دي.

تر دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې هم د همالیا په دې سیمه کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې چې ۹ کسان پکې وژل شوي وو.

کشمیر چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي، هند او پاکستان دواړه یې د بشپړ مالکیت ادعا کوي، خو له برتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ویشل شوی دی.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه