په یمن کې حوثیانو په اسرائیلو کې په دریو مهمو نقطو د برید کولو نه خبر ورکړ.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع  وویل چې پر اسرائیلو يي مهم بریدونه کړي دي.

/ AFP

د یمن حوثيانو د یکشنبې په ورځ په دریو  اسرائیلي اهدافو د دریو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست.

د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع وویل چې دې ډلې په تل ابیب کې د بن ګوریون هوايي ډګر او په مرکزي اسرائیل کې د سډوټ میشا هوايي هډه د بالستیک توغندیو په واسطه په نښه کړه.

سریع وويل چې يوې بې پيلوټه الوتکې د اسرائيلو په جنوبي ښار اشکلون کې هم يو نامعلوم خو مهم هدف په نښه کړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې هغه د حوثیانو پر وړاندې "پریکنده او قوي پوځي اقدام" امر کړی او وروسته یې ګواښ وکړ چې "دوی به په بشپړه توګه له منځه یوسي".

حوثیانو د ۲۰۲۳ کال د نوامبر راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره په سره او عربي سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن خلیج کې کښتۍ په نښه کړې دي، چیرې چې اسرائیلو په ظالمانه برید کې له ۵۰،۹۰۰ څخه ډیر خلک وژلي دي.

دې ډلې په جنوري کې په غزه کې د اسرائیل او د فلسطین د مقاومت ډلې حماس ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته بریدونه ودرول، خو تېره میاشت اسرائیلو په غزه کې د هوایي بریدونو له بیا پیل وروسته یې بیا بریدونه پیل کړل.