ایټالیا ویلي دي چې اروپايي ټولنې ۲۴ میلیارده ډالره په ارزښت د ګمرکي مالیاتو بسته چمتو کوي.

د ایټالیا  د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ  ورځپاڼو سره په خپله مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنې د امریکا سره د سوداګریز تړون په اړه موافقې ته د نه رسیدو په صورت کې  د(۲۴.۵۲ میلیارد ډالرو) په ارزښت د امریکایي توکو لپاره تعرفو لست چمتو کړی

/ Reuters

ایټالیا ویلي دي چې اروپايي ټولنې ۲۴ میلیارده ډالره په ارزښت د ګمرکي مالیاتو بسته چمتو کوي.

د ایټالیا  د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د دوشنبې په ورځ  ورځپاڼو سره په خپله مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنې د امریکا سره د سوداګریز تړون په اړه موافقې ته د نه رسیدو په صورت کې  د ۲۱ میلیارد یورو (۲۴.۵۲ میلیارد ډالرو) په ارزښت د امریکایي توکو لپاره د تعرفو لیست چمتو کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  وروسته له هغې چې له لویو سوداګریزو شریکانو سره یوې موافقې ته په رسیدو کې پاتې راغی د شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه به د مکسیکو او اروپایي ټولنې څخه پر وارداتو ۳۰ سلنه تعرفې ولګوي.

تاجاني د ایل میساجیرو ورځپاڼې ته وویل چې د یورو زون اقتصاد د ملاتړ لپاره باید د اروپایي مرکزي بانک د بانډونو د بیا اخیستلو لپاره نوی پروګرام او د سود نرخونو نور کمښتونه په پام کې ونیسي.

اروپایي ټولنې د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکایي تعرفو په وړاندې د غبرګون ځنډ به د اګست تر پیل پورې وغځوي او د یوې مذاکره شوې هوکړې لپاره به هڅې جاري وساتي.

تاجاني وویل چې د ۲۱ میلیارد یورو تعرفو بسته چې اروپایي ټولنې مخکې چمتو کړې، کېدای شي د یوې دویمې ډلې لخوا تعقیب شي که له امریکا سره موافقه ناشونې شي. خو هغه زیاته کړه چې ډاډه دی چې په خبرو اترو کې پرمختګ ممکن دی.

هغه وویل: "تعرفې هر چا ته زیان رسوي، له امریکا څخه پیل کیږي،" او زیاته یې کړه: "که د ونډو بازارونه راښکته شي، دا د امریکایانو تقاعد او سپما په خطر کې اچوي."

تاجاني ټینګار وکړ چې هدف باید "صفر تعرفې" وي د کاناډا، امریکا، مکسیکو او اروپا ترمنځ یو خلاص بازار رامینځته شي.

د آلمان لومړي وزیر فریدریش مرز د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسولا فون دیر لاین سره په ګډه د امریکا سره د زیاتېدونکي سوداګریز جنګ د حل لپاره جدي هڅې وکړي.