نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
نایجریا کې د کاتولیک مسحیانو په یو ښوونځي د وسله والو برید وروسته له ۳۰۰ ډېر زده کوونکي تري تم دي
په نایجریا کې د کونتاګورا کاتولیکې اسقفۍ اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د نایجر ایالت په سینټ مري ثانوي ښوونځي باندې په یوه برید کې لږ تر لږه ۳۰۳ زده کوونکي تري تم دي.
نایجریا کې د کاتولیک مسحیانو په یو ښوونځي د وسله والو برید وروسته له ۳۰۰ ډېر زده کوونکي تري تم دي
نایجریا کې د کاتولیک مسحیانو په یو ښوونځي د وسله والو برید وروسته له ۳۰۰ ډېر زده کوونکي تري تم دي / AP

په نایجریا کې د کاتولیک مسحیانو په یو ښوونځي د وسله والو له برید وروسته له ۳۰۰ ډېر زده کوونکي تري تم دي

وسله والو بریدګرو د جمعې په سهار وختي د اګوارا سیمه ییزې حکومتولۍ په پاپیري سیمه کې پر یوه ښوونځي برید وکړ او ګڼ شمېر زده کوونکي او کارکوونکي یې وتښتول.

په نایجریا کې د کونتاګورا کاتولیکې اسقفۍ اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د نایجر ایالت په سینټ مري ثانوي ښوونځي باندې په یوه برید کې لږ تر لږه ۳۰۳ زده کوونکي تري تم دي.

وسله والو د جمعې په لومړیو ساعتونو کې د اګوارا سیمه ییزې حکومتولۍ په پاپیري سیمه کې پر دغه ښوونځي برید وکړ او ډېری زده کوونکي او کارکوونکي یې وتښتول.

د کونتاګورا کاتولیکې اسقفۍ مشر، ستر اسقف بولوس داوا یوهانا د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د برید په اړه د تازه معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې په ټولیزه توګه ۳۰۳ زده کوونکي تري تم دي.

هغه زیاته کړه چې د برید پر مهال څلور ښځینه او اته نارینه ښوونکي هم تښتول شوي دي.

د نایجر ایالت حکومت د جمعې په ورځ وویل، دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې ښوونځی د حکومت له اجازې پرته بیا پرانیستل شو، سره له دې چې په سیمه کې د لیلیې فعالیتونو د ځنډولو لپاره مخکینۍ لارښوونه شوې وه.

خو یوهانا هر ډول مخکینی خبرداری رد کړ، لکه څنګه چې د ایالتي حکومت منشي ادعا کړې وه.

هغه وویل: "موږ د پوهنې له منشي پوښتنه کړې چې ایا هغه کومه رسمي لیکنه ترلاسه کړې، هغه وویل نه؛ یا که له هغه غوښتل شوي وو چې موږ ته یې راولیږي، هغه وویل نه. موږ وپوښتل چې ایا هغه ته په شفاهي ډول خبر ورکړل شوی و، هغه هم وویل نه. دوی دې نړۍ ته ووايي چې دا رسمي لیکنه یې چا ته ورکړې وه، یا یې د کومې لارې رالېږلې وه."

"موږ د خصوصي ښوونځیو له ملي ټولنې هم پوښتنه وکړه، خو هغوی هم داسې کومه رسمي لیکنه نه وه ترلاسه کړې. دوی ادعا وکړه چې ښوونځی تړل شوی و او څو ورځې مخکې بیا پرانیستل شو، دا هم رښتیا نه دي، موږ قانون منونکي یو."

په ورته وخت کې، فدرالي حکومت په ټول هېواد کې ۴۷ یونیټي کالجونه (Unity Colleges) وتړل.

د پوهنې وزارت د لوړو ثانوي زده کړو رئیسې، بینتا عبدالقادر وویل چې ډاکټر تونجي الاوسا د هېواد په ځینو برخو کې د وروستیو امنیتي ننګونو له امله د دغو ښوونځیو لنډمهاله تړل منظور کړي دي.

 

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده