د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

د پاکستاني مقاماتو په وینا پدې خونړۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۸۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

By
د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې / AP

د اسوشېټډ پرس  خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د پاکستان د پلازمینې اسلام‌اباد په څنډو کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې یوې زورورې چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني مقاماتو په وینا پدې خونړۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۸۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، خو احتمال شته چې شک پر وسله‌والو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو (TTP) یا داعش (IS) ډلې باندې وشي، ځکه دغو ډلو پخوا هم په دغه هېواد کې پر شیعه‌ګانو، چې یو لږکی مذهب دی، ورته بریدونه کړي دي. وسله‌والې ډلې ډېر کله په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

د اسلام آباد د پولیسو ویاند تقي جواد ویلي دي چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې دا چاودنه وه او که ځانمرګی برید وو. هغه ویلي دي چې څیړونکې ډلې په سیمه کې تحقیقاتو ته  دوام ورکوي.

هغه ویلي دي چې په شاوخوا روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.