منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ  په غزه کې د اسرائیلو په ملاتړ د یوې ملیشې مشر وژل شوی دی.
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو / Social Media

په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
د اسرائیلي رسنیو په وینا، یاسر ابو شباب په قومي شخړو کې وژل شوی دی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ  په غزه کې د اسرائیلو په ملاتړ د یوې ملیشې مشر وژل شوی دی.

د KAN په نوم دولتي ټلوېزیون د نامعلومو امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې یاسر ابو شباب، چې د اسرائیلو له پوځ سره یې په همکارۍ کار کاوه، په غزه کې په قومي شخړو کې وژل شوی دی.

د اسرائیلو i24 ټلوېزیوني چینل ویلي چې ابو شباب د اسرائیلو په جنوب کې په سوروکا طبي مرکز کې د ټپونو له امله مړ شوی.

د ۱۲ چینل لپاره اسرائیلي سیاسي شنونکي، امیت سیګل، د دغه ملیشه مشر مړینه "د اسرائیلو لپاره یو بد پرمختګ" بللی، ځکه "حماس هغه د خپلې واکمنۍ لپاره یو ستراتیژیک ګواښ ګڼه."
تېر جولای کې، حماس د غزې د دې ډلې مشر ته امر کړی و چې په ۱۰ ورځو کې تسلیم شي، او پر هغه یې له اسرائیلو سره د همکارۍ او د بشري مرستو د لوټلو تور پورې کړی و.

تر دې مخکې، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغه چې یوه پخواني وزیر ویلي وو اسرائیلو هغوی ته وسلې ورکړې دي، منلې وه چې اسرائیل په غزه کې له یوې داسې وسله والې ډلې ملاتړ کوي چې د فلسطیني مقاومتي ډلې حماس سره مخالفت لري.

اسرائیلي او فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې هغه ډله چې اسرائیل ورسره کار کوي د یاسر ابو شباب په مشرۍ د یوې ځايي بدوي قبیلې برخه ده.

د بهرنیو اړیکو اروپایي شورا (EFCR) په نوم فکري مرکز ابو شباب "د رفح په سیمه کې د یوې فعالې جنایتکارې ډلې" د مشر په توګه یادوي چې "په پراخه کچه د مرستندویه لارۍ موټرو په لوټلو تورنه ده."

د کنیسټ غړي او پخواني دفاع وزیر اویګدور لیبرمن د کان عامه ټلوېزیون ته ویلي و چې حکومت د نتنیاهو په لارښوونه "د جنایتکارانو او مجرمینو یوې ډلې ته وسلې ورکوي."

 

وپلټۍ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د الجزایر او اماراتو ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا لا ژوره شوه
الجزایر له متحدو عربي اماراتو  سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلولې
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.