نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
په بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ له امریکايي اتباعو وغوښتل چې سمدستي له عراق څخه ووځي، او په پلازمېنه کې یې په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ.
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي / Reuters Archive

د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
په عراق کې د امریکا سفارت په خبرتیا کې راغلي چې ښايي د راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو په دننه کې په بغداد کې پر هغو ځایونو د ملیشو بریدونه وشي چې له امریکا سره تړاو لري.

په بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ له امریکايي اتباعو وغوښتل چې سمدستي له عراق څخه ووځي، او په پلازمېنه کې یې په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ.

په ایکس (X) ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې امنیتي خبرتیا کې، سفارت ویلي چې له ایران سره تړلې عراقي ملیشې ښايي په پلازمینه بغداد کې پر امریکايي اتباعو او د هغوی پر ګټو باندې د بریدونو پلان ولري.

په خبرتیا کې راغلي چې په احتمالي هدفونو کې امریکايي اتباع، شرکتونه، پوهنتونونه، ډیپلوماتیک بنسټونه، د انرژۍ تاسیسات، هوټلونه او هوایي ډګرونه، او همدارنګه هغه عراقي ادارې او ملکي ځایونه شامل دي چې ګمان کیږي له متحده ایالاتو سره تړاو لري.

سفارت یادونه کړې چې وسله والو ملیشو پخوا هم امریکایان د تښتولو لپاره په نښه کړي دي او له خپلو اتباعو یې وغوښتل چې له ځنډ پرته له هیواده ووځي.

په خبرتیا کې ویل شوي: "د هیڅ یو دلیل له امله عراق ته سفر مه کوئ. که هلته یاست، نو سمدستي ترې ووځئ."

دې خبرتیا دا خبرداری هم ورکړی چې د عراق حکومت په خپله خاوره کې د ترسره کیدونکو یا له هغې څخه د سرچینې اخیستونکو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. په خبرتیا کې زیاته شوې چې د ځینو ملیشو غړي ښايي "له دولتي ادارو سره اړیکې ولري یا رسمي پېژندپاڼې له ځان سره ولري."

متحده ایالات د عراق ځینې وسله والې ډلې له ایران سره په تړاو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو په بریدونو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو او اسرائیل د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې پر ایران هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، چې تر اوسه پکې د هغه وخت د مذهبي مشر علي خامنه اي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم د غبرګون په توګه د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیو بریدونه کړي، چې اسرائیل، اردن، عراق او د خلیج هغه هیوادونه یې په نښه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې دي. دې بریدونو ځاني تلفات او بنسټیزو تاسیساتو ته زیانونه اړولي او نړیوال مارکیټونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ