نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ملګروملتونو د هند او پاکستان څخه د متقابل زغم نه د کار اخیستو غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوې خونړۍ پېښې وروسته چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، له هند او پاکستان څخه د اعظمي زغم څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې.
ملګروملتونو د هند او پاکستان څخه د متقابل زغم نه د کار اخیستو غوښتنه کړې
Protest against the suspension of the Indus Waters Treaty by India, in Karachi / Reuters

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغو حکومتونو سره مستقیم تماس نه دی نیولی، خو په ډېر دقت او اندېښنې سره د وضعیت څارنه کوي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ  د اپریل ۲۲مه نېټه  په جمو او کشمیر کې د رامنځته شوی ترهګری برید چې له امله يي ګڼشمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی. موږ دواړو حکومتونو ته سپارښتنه کوو چې د اعظمي زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې وضعیت نور خراب نه شي."

هغه زیاته کړه: "موږ باور لرو چې د پاکستان او هند ترمنځ هر ډول مسایل باید په سوله ییز ډول او د متقابلې همکارۍ له لارې حل شي."

دغه پېښې د هند خلکو ته سخت ټکان ورکړ او هغوی د پاکستان پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه. هند چې په سیمه کې یې له ۵۰۰,۰۰۰ څخه زیات پوځیان ځای پر ځای کړي، ویلي چې برید له پاکستان سره "پولې پورې غاړې سره  تړاو" لري، خو د دې ادعا د ملاتړ لپاره یې کوم شواهد ندي وړاندې کړي.

پاکستان د برید سره هر ډول تړاو رد کړی دی. ځینو هندي رسنیو د راپورونو له مخې چې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند سره نږدې دي یوه نامعلومه ډله چې د "ریزیسټنس فرنټ" په نوم یادیږي، د دې برید مسؤلیت اخیستی.

د امریکا "نږدې څارنه"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټامي بروس، وویل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هند سره ولاړ دی او د ترهګرۍ ټولې کړنې غندي.

"ولسمشر ټرمپ او وزیر روبیو په ډاګه کړې ده چې امریکا له هند سره ولاړه ده او د ترهګرۍ ټولې کړنې په کلکه غندي. موږ د وژل شویو کسانو لپاره دعا کوو او د ټپیانو د روغتیا هیله کوو او غوښتنه کوو چې د دې وحشیانه عمل عاملین عدالت منګولو ته وسپارل شي."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا امریکا د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماسي اقداماتو باندې لاس پورې کړی دی او که نه؟ بروس وویل: "دا یو ژر بدلېدونکی وضعیت دی، او موږ یې له نږدې څارو، لکه څنګه چې تاسو تصور کولی شئ. او موږ، البته، د کشمیر یا جمو د وضعیت په اړه کوم ځانګړې دریځ نه لرو. نو دا به هغه څه وي چې زه یې نن ویلی شم."

په پاکستان کې مظاهرې

په همدې حال کې، سلګونه پاکستانیانو د پنجشنبې په ورځ په ټول هېواد کې مظاهرې وکړې، په شمول د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې، ترڅو د هند د ګواښونو پر وړاندې خپل غبرګون وښيي.

په لاهور کې چې د هند سره د اصلي سرحدي لارې ځای دی، د یوې مذهبي ډلې لخوا رابلل شوې مظاهره کې چې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ګډون کړی و، سوداګر اجمل بلوچ د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "که هند غواړي جګړې ته لاړ شي، نو ښکاره دې مخکې راشي."

هند ویلي چې د سند د اوبو تړون به وځنډوي، کوم چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ مهمې اوبه شریکوي، که څه هم د سیند د جریان د بندولو لپاره یې کوم لویه وسیله نه لري.

۲۵ کلن محمد اویس وویل: "اوبه زموږ حق دی او، ان شاء الله، موږ به یې بېرته ترلاسه کړو، که دا د جګړې له لارې هم وي. موږ به شاته نه شو."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ