نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ټرمپ کانګرس ته ویلي چې د ایران په اټومي تاسیساتو يي بریدونه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روانه  اونۍ کې کانګرس ته وویل چې  امریکا په هغه ایراني اټومي تاسیساتو بریدونه کړي ، د "اتومي وسلو د پراختیا پروګرام" کوربه وو. هغه ویلي دي چې  سره له دې چې د امریکا استبخاراتي  ادارو ویلي چې داسې کوم پروګرام شتون نه لري
ټرمپ کانګرس ته ویلي چې د ایران په اټومي تاسیساتو يي بریدونه کړي.
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روانه  اونۍ کې کانګرس ته وویل چې  امریکا په هغه ایراني اټومي تاسیساتو بریدونه کړي ، د "اتومي وسلو د پراختیا پروګرام" کوربه وو. هغه ویلي دي چې  سره له دې چې د امریکا استبخاراتي  ادارو ویلي چې داسې کوم پروګرام شتون نه لري.

د ټرمپ دغه ادعا د هغه پرېکړې په اړه پوښتنې راپورته کړې چې د ایران پر وړاندې بریدونه یې تایید کړل.

د جمهوري غوښتونکي ولسمشر دغه ادعا د دوشنبې په ورځ په یوه لیک کې د استازو جرګې مشر مایک جانسن ته وکړه، چې د هغه نږدې متحد دی، او دغه لیک د سپینې ماڼۍ په وېبپاڼه خپور شو.

ټرمپ لیکلي: " امریکايي ځواکونو په ایران کې درې اتومي تاسیساتو باندې دقیق برید وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت حکومت لخوا د اتومي وسلو د پراختیا پروګرام لپاره کارول کېدل."

هیڅ شواهد نشته

تقریباً ټولې ادارې او سازمانونه چې د ایران د اتومي پروګرام څارنه کوي، دې پایلې ته رسېدلي چې داسې شواهد نشته چې تهران د اتومي وسلو جوړولو هڅه کوي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې عمومي مدیر، رافایل ګروسي، په یوه مرکه کې وویل چې ادارې ته داسې کوم شواهد نشته چې تهران د اتومي وسلو جوړولو لپاره منظمې هڅې کوي.

د امریکا وروستۍ ارزونه، چې د مارچ په میاشت کې د ملي استخباراتو مشرې ټولسي ګبارډ لخوا کانګرس ته وړاندې شوه، څرګندوي چې د ایران ستر مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي، د ۲۰۰۳ کال راهیسې د اتومي وسلو د پروګرام بیا پیل کولو امر نه دی کړی.

د ملي استخباراتو په وېبپاڼه کې د ګبارډ له قوله راغلي: "استخباراتي ادارې لا هم دې ارزونې ته رسېدلې چې ایران اتومي وسلې نه جوړوي، او ستر مذهبي مشر خامنه اي هغه پروګرام چې په ۲۰۰۳ کال کې ځنډول شوی و، نه دی تایید کړی."

ګبارډ، چې مخکې د ډیموکراټ ګوند غړې وه، د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې د هغې وینا له اصلي مفهوم څخه ایستل شوی، او ټینګار یې وکړ چې هغه او ټرمپ په دې اړه یوه خوله دي.

هغې په یوه پیغام کې وویل: "درواغجنې رسنۍ زما څرګندونې په قصدي ډول له اصلي مفهوم څخه باسي او جعلي خبرونه خپروي ترڅو ویش رامنځته کړي."

ایران ټینګار کوي چې د دوی اتومي پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

پخواني ولسمشر جورج بوش په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د یرغل توجیه کولو لپاره وویل چې استخباراتو ښودلې چې دغه هېواد د ډله ییزې وژنې وسلې لري. دا ادعا وروسته بې بنسټه وبلل شوه او سیاسي غبرګونونه یې راوپارول.

بوش خپله وروسته ومنله چې په عراق کې د ډله ییزې وژنې وسلې نه وې. هغه هېڅکله په دې اړه تورن نه شو.

ټرمپ وویل: "ما ته د هغې خبرې هېڅ اهمیت نه لري. زه فکر کوم چې هغوی ډېر نږدې وو چې یوه (اتومي وسله) ولري."

د امریکا د غیر محرم استخباراتي راپورونو له مخې، چې د بریدونو څخه مخکې ترتیب شوي وو، ایران په ۲۰۰۳ کال کې د اتومي وسلو پروګرام بند کړی و — دا پایله د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې سره شریکه ده — او لا یې د اړینو ټکنالوژیو بشپړ مهارت نه دی ترلاسه کړی.

خو راپورونه وايي چې تهران د دې وړتیا لري چې په راتلونکي کې یوه اتومي سرګلوله جوړه کړي.

د امریکا ځواکونو د یکشنبې په ورځ د ایران درې اتومي ځایونه — نطنز، اصفهان او فردو — په نښه کړل.

دوی د فردو ژور ځای، چېرته چې پرمختللي سنټرفیوژونه د اتومي ریکټر لپاره ټیټ غني شوی یورانیم او د سرګلولې لپاره لوړ غني شوی یورانیم تولیدولی شي، د "بنکر بسټر" بمونو سره وویشت.

ټرمپ او نورو لوړپوړو چارواکو وویل چې دغه ځایونه ویجاړ شوي دي. خو د امریکا د استخباراتو لومړنۍ ارزونې ښودلې چې برید یوازې د څو میاشتو لپاره د تهران پروګرام ځنډولی دی.

یو امریکایي چارواکي چې دغه ارزونه یې لوستې وه، وویل چې په دې کې یو شمېر احتمالي پایلې شاملې وې، او تمه ده چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به یو بشپړ راپور وړاندې شي.

 

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ