منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په خپله ټولنیزه پاڼه کې د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې د روغتون پر شاوخوا د امریکا د برید په اړه څرګندونې وکړې.
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
آرشیف


بقايي وویل: "دا د انسانیت د تر ټولو معصومو موجوداتو پر وړاندې یو ناوړه جنګي جنایت دی."
ایران د امریکا هغې حملې ته چې تېره شپه یې د اهواز په ښار کې د سرطان د درملنې مرکز 'شهید بقايي روغتون' په شاوخوا سیمه کې کړې، د "جنګي جنایت" نوم ورکړی او سخت غبرګون یې ښودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په خپله ټولنیزه پاڼه کې د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې د روغتون پر شاوخوا د امریکا د برید په اړه څرګندونې وکړې.

بقايي وویل چې د اهواز د ماشومانو د سرطان د درملنې د مرکز 'شهید بقايي روغتون' په نږدې سیمو کې د امریکا د برید له امله روغتون خالي کړای شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا برید د روغتیايي مرکزونو پر وړاندې د اسرائیل "وحشتونه" رایادوي.

نوموړي وویل چې د برید له امله په روغتون کې تر درملنې لاندې ۲۱۱ ناروغان په بېړني ډول ایستل شوي دي. هغه وویل: "دا د انسانیت تر ټولو معصومو موجوداتو (هغه ماشومان چې د خپل ژوند لپاره په مېړانې مبارزه کوي) پر وړاندې یو ناوړه جنګي جنایت دی."

هغه نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې زیاته کړه:
"هغه کسان چې تل د بشري حقونو نارې وهي، خو پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه په قصدي ډول له پامه غورځوي، خپل هر ډول اخلاقي اعتبار یې له لاسه ورکړی دی."

بلخوا، د اهواز د جندي شاپور د طبي علومو پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناروغانو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره له برید وروسته روغتون خالي شوی و، خو نن سهار د ځینو ناروغانو په بېرته ستنېدو سره یې بېرته فعالیت پیل کړی او د ناروغانو منل دوام لري.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی